د افغانستان روڼتیا څار اداره: په کرېکټ بورډ کې جدي نیمګړتیاوې دي

د عکس سرچینه، Integrity Watch Afghanistan
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
يوه نوې څېړنه وايي، د افغانستان په کرېکټ بورډ کې فساد او د کرېکټ بورډ په اداره کې ځینې جدي نیمګړتیاوې شته.
د افغانستان د روڼتیا څار ادارې په یوه تازه خپاره کړي راپور کې د افغانستان کرېکټ بورډ د روڼتیا، حساب ورکولو، فساد د مخنیوي او یو شمېر ګومارنو په برخه کې په پاتې راتګ تورن کړی.
راپور وايي د افغانستان حکومت هم په کرېکټ بورډ اداره کې د فساد پر شتون پټه خوله دی.
خو د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي د روڼتیا څار ادارې راپور یې ترلاسه کړی او په اړه یې څېړنې کوي.
د روڼیتا څار اداره وايي دا چې کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له ورکړې ډډه کوله، نو د دغه راپور جوړولو میاشتې وخت ونیو.
د روڼیتا څار په نوي راپور کې روڼتیا، حساب ورکولو او د فساد مخنیوي تر څنګ دا هم ویل شوي چې په وروستیو کې، افغان کرېکټ بورډ ادارې کې سیاسي ګومارنې او ګڼ اجرایوي بدلونونه رامنځته شوي دي.
د دغه راپور لیکونکي مشتاق رحیم نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، حکومت په بورډ کې د حالاتو ارزونه نه ده کړې. دغه راز په لوبډلو کې د خپلوۍ پاللو خبر هم کوي.
د راپور له مخې په تېرو شپږو کلونو کې د کرېکټ بورډ په مشرتابه کې څلور ځله بدلونونه راغلي، چې هر یو یې له بېلابېلو تورونو سره مخ وو.
ښاغلی رحیم زیاتوي افغانستان اړ تیا لري چې د کرېکټ بورډ چار ې د نړیوالو غوره تجربو او معیارونو پر بنسټ سمبالې کړي، خو اوسمهال ځینې نیمګړتیاوې پکې شته، د بېلګې په توګه نوموړی د فساد دوسیو د څېړلو موضوع یادوي.
د افغانستان د روڼتیا څار د څېړنو برخې مشر عزت الله ادیب د کرېکټ بورډ لخوا د معلوماتو پر لاسرسي نیوکې کوي.
خو د افغانستان کریکټ بورډ ادارې ویاند فرید هوتک وايي دوی د روڼتیا څار ادارې راپور ترلاسه کړی، خو وايي دوی تل اړوند معلومات ورسره شریک کړي دي.

د عکس سرچینه، ACB/FACEBOOK
افغان کرېکټ په لنډه موده کې اوږد مزل وهلی او دا مهال د نړۍ په لسو لومړنيو هېوادونو کې بلل کېږي.
خو پر همدې مهال د کرېکټ په چارو کې سياسي لاسوهنې هغه اندېښنې دي، چې ځینې وختونه پر لوبغاړو او د هغوی پرلوبو منفي اغېزې کوي.
د ډېرو په باور همدا اختلافونه لامل شول چې افغان کرېکټ ملي لوبډله په تېر نړيوال جام کې هيڅ لوبه هم و نه ګټي.
افغان لوبغاړو او د کرېکټ مسولینو په وار - وار ويلي چې بايد کرېکټ او سياست له يو بله لېرې وساتل شي، ځکه دا چاره د لوبغاړو د وېشل کېدو لامل کېږي.


















