تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ که کرېکټ کې بالر پر توپ لاړې تو نکړي، څه وکړي؟
- Author, سمیع چوهدري
- دنده, کرېکټ پوه
- د خپرېدو وخت
د ښکلي ژوند ګاډی ښه سم دم روان و، ناڅاپه د کورونا وېروس برېک پرې ولګېد، هرڅه یې تم کړل، اوس که کورونا ولاړه شي یا ولاړه نه شي، ژوند او روزګار خو به بیا پیلېږي.
د ژوند هر ډګر د دې هڅو په لړ کې خوښ دی چې د ځان لپاره کړنلاره ټاکي، څو د سوداګرۍ څرخ بدلون ومومي او په دې سره د کورونا خپرېدل ودرېږي. همدا هڅې د کرېکټ له خوا هم کېږي چې 'خوندي' چاپېریال رامنځته کړي او لوبه هم له زیان پرته ممکن شي.
په دې نور لاملونه په نورمال ډول دي چې د لوبې ټول ګډون کوونکي باید د ۱۴ ورځو لپاره ځان په جلا چاپېریال کې خوندي کړي، له روغبړ او سفر څخه ډډه وکړي او لږ تر لږه دې د کرېکټ سیالۍ په لویو لویو تالارونو کې ترسره شي. لوبغالی دې خالي او یوازې د تلویزیون له لارې دې ننداره کړي.
خو تر ټولو په زړه پورې بیا دا ده چې کله توپ اچوونکی توپ اچوي د توپ د لا ځلېدا لپاره خپلې ناړې پرې موښي.
د توپ د شاته ستنېدو (ریورس سویینګ) لپاره قانوني او غیر قانوني لارې شته، خو په ټوله کې ددې لپاره همدا یوه تګلاره ده چې توپ باید له یوه اړخه وځلوئ او بل اړخ یې پر خولو او لاړو لمدوي.
که څه هم دا ډېر وخت نیسي، دا د ریورس سوینګ د رامنځته کولو طبیعي لار ده.
پردې سربېره په تېرو وختونو کې د بوتل سرونه د توپ د چمتووالي لپاره کارول شوي. زموږ یوه لوبغاړي خو به توپ د مڼې په څېر ژووه.
د کرېکټ نړیواله شورا یا د ای سي سي اوسنی قانون دا وايي، په توپ کې هر غیر طبیعي بدلون راوستل د بال په ټیمپرګ کټګورۍ کې راځي، په دې معنی چې له بال سره چل کول جرم ګڼل کیږي او سزا لري.
مګر اوس د کرېکټ نړيواله شورا د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره پر توپ د لیاړو اچولو یا د خولو لګولو بندیز لګوي او پرځای یې د مصنوي کیمیاوي توکو لکه وېکس یا د بوټو رنګ لګول قانوني کوي.