د ګول ساتونکې وېډیو پر یوټیوب ۷۶ میلیون ځلې کتل شوې

    • Author, ټام ګري
    • دنده, بي بي سي سپورت
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د چک جمهوریت فوټبال ګول ساتونکې بارا وتیکووا وېډیو، چې د هغې د مهارتونو او ټولنیز ژوند په اړه ده پر یوټیوب ۷۶ میلیون ځله کتل شوې ده. نوموړې هنرمنه، لیکواله، ټوکماره او د پروګرام وړاندې کوونکې هم ده.

ده ګول ساتونکې د چک فوټبال لومړۍ نمبر لوبغاړې ګڼل شوې ده چې په سلافیا پراګ کې لوبډله کې لوبېږي.

په پام کې ده چې د راتلونکې پنجشبې په ورځ د اروپايي ښځو د فوټبال سیالۍ لپاره ارسنال لوبډلې ته ولېږدي.

وتیکووا د خپل ځان په اړه په خپل (په لږ توپیر) نومي کتاب کې وايي: "له یوې خوا د فوټبال مسلکي لوبغاړې یم، بل پلو د یوټیوب یوه لېونۍ بلاګره یم."

دغې ۲۳ کلنې ګول ساتونکې په دې کتاب کې همجنسخوښۍ ته میلان ښودلی، چې لوستونکي یې هم داسې هڅولي دي:

"باید په خپله خوښه د ژوندانه بڼه غوره کړي، هرڅه جدي ونه نیسي او له خوب او تصوره وېره ونه لري."

نو وتیکووا چې یوټیوب چینل یې څه باندې ۴۵۰ زره ګډونوال لري، مخکې له دې چې په خپل هېواد کې اوڅاره لوبغاړې شي، څه ډول تصور لري؟

وتیکووا بي بي سي سپورت ته ویلي: "کله چې کوچنۍ وم، غوښتل مې ممثله شم، تل مې داسې کسان خوښېدل چې خوشحاله به وو او خندل به یې."

دا زیاتوي: "په هېڅ کوم فلم یا ډرامه کې نه یم لوبېدلې، همدا وو چې د یوټیوب نړۍ ته مې مخه کړه، هلته مې ولیدل چې فلم جوړونکو خپل فلمونه پکې خپرول، خپلې ټوکمارې صحنې او د خپل ژوند برخې یې پکې خپرولې. همدا وو چې ما هم په یوازې ځان کار پیل کړ."

'زه خپله لار جوړوم'

نوموړې وايي: "زه خپله لار جوړوم. ښايي یوه ورځ به سینما ته ولاړه شم او خپل خصوصي فلم به جوړ کړم."

دا خپل خصوصي وېډیويي کلیپونه وړاندې کوي، چې غالباً ټوکمارې صحنې دي. دا زیاتوي کتونکي "نورې نوې سوژې ترې رایستلی شي او دا زدکولی شي چې نجونې هم فوټبال لوبه کولی شي."

وتیکووا په پښه ټپي شوې ده او په ځینو لوبو کې له لوبېدو هم منع شوې ده.