تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبال: ۱۶ کلنو ټيټ عمره افغان زلمیانو ایران مات کړ
د افغانستان له شپاړس کلنو د ټيټ عمره ملي لوبډلې د اسیا مرکز اتلولۍ سياليو کې د ایران له شپاړس کلنو ټيټ عمره لوبډله په یو صفر ماته کړه.
دا سيالۍ په تاجکستان کې کېږي چې د دغه هېواد د شپاړس کلنو ملي لوبډله يې د ګډونوالو د نوملړ په سر کې ده.
افغان تنکي ځوانان په يوه گول سره پرايران بريالي شول. د دغې سیالۍ دا یوازينی ګول افغان فوټبال لوبغاړي ذاکر حسيني وواهه.
په دې بري سره د افغانستان امتیازونه ٧ ته ورسېدل او د سياليو نوملړ کې يې دويم ځاى خپل کړ.
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په دغې پرونۍ لوبه کې د دواړو هېوادونو ديپلوماتانو هم ګډون کړی و.
ټاکل شوې افغان لوبغاړي نن سې شنبه د ازبکستان له لوبډلې او د پنجشنبې په ورځ له کوربه تاجکستان لوبډلې سره مخامخ شي.
د افغانستان له شپاړس کلنو د ټيټ عمره فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې ټولې درې لوبې کړې چې دوې یې ګټلې او یوه يې مساوي کړې.
افغانستان د ترکمنستان لوبډله یو - صفر ماته کړې او له قرغیزستان سره يې دوه - دوه مساوي کړې وه.
افغانستان د څلورو وهلو او څلورو خوړلو ګولونو په پام کې نیولو سره اووه امتیازونه لري او په دویم مقام کې دی. د افغانستان لپاره د دغو ګولونو درې ذاکر حسيني او یو یې رامين امیري وهلي.
د اسیا د فوټبال د کنفدرېشن په وینا ایران اوس د شپږو امتیازونو په لرلو په درېیم مقام کې دی.