تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
راشد او نبي په یو ورځنیو لوبو کې غوره الرونډران شول
د یو ورځنیو لوبو لپاره د کرېکټ د نړیوالې شورا وروستۍ درجه بندي، چې نومبر میاشتې پر لومړۍ نېټه خپره شوه، ښیي چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي لا هم د دې جدول په سر کې ځای لري.
د افغانستان راشد خان او محمد نبي په ترتیب سره په یو ورځنیو لوبو کې د غوره الرونډرانو په لېست کې لومړی او دویم ځای لري.
په درېیم ځای کې د بنګله دېش شکېب الحسن او څلورم ځای کې د نیو زیلنډ مېچل سنټنر دی.
د افغانستان دوه نور لوبغاړي، ګلبدین نایب په ۳۷م او مجیب ځدراڼ په ۵۸م ځای کې دي.
په ۲۰ اوریزو لوبو کې د افغانستان راشد خان له ۷۹۳ پاینټونو سره لا هم د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی یا بالر دی.
په دویم ځای کې د پاکستان شاداب خان دی چې ۷۵۷ پاینټونه لري. همدا رانګه د ۲۰ اوریزو لوبو د الرونډرانو په لېست کې د افغانستان محمد نبي دویم ځای لري. یوازې د اسټرالیا ګلېن مکسوېل تر ده وړاندې دی.
د ملي لوبډلو په درجه بندۍ کې افغانستان په ۵۰ اوریزو لوبو کې لسم ځای لري، او د زمبابوې په څېر ټیمونو څخه لا هم مخکې دی.
انګلستان لا هم د ۵۰ اوریزو لوبو لپاره د نړۍ تر ټولو غوره لوبډله ده، او هند دویم ځای لري. په ۲۰ اوریزو لوبو کې بیا افغانستان اتم ځای لري، او د سریلانکا، بنګله دېش او زمبابوې په څېر لوبډلو نه لا هم وړاندې دی.
په ټېسټ لوبو کې بیا افغانستان د لېست د سر لسو لوبډلو کې ځای نه لري.