کاناډا کې غبرګوني ماشومان له اصلي وخته ډېر وړاندې زېږېدلي چې نړېوال ریکارډ شو

ماشومان

د عکس سرچینه، GUINNESS WORLD RECORDS

د خپرېدو وخت

یو کاناډايي ورور او خور په ۲۲مه اونۍ کې زېږېدلي چې نړیوال ریکارډ یې مات کړی او د ریکارډونو ساتلو د ګینس په کتاب کې ثبت شوي دي.

ادیه او ادریېل نادا راجا د زېږون له اصلي وخته ۱۲۶ ورځې مخکې زېږېدلي، پداسې حال کې چې پخوانی ریکارډ په ۲۰۱۸کال کې و چې د امریکا د متحدو ایالتونو په ایوا ایالت کې دوه غبرګوني ماشومان له اصلي وخته ۱۲۵ ورځې وړاندې زېږېدلي و.

د ګینس کتاب چارواکي وايي که دا ماشومان له ۲۲ اونیو ان یو ساعت وړاندې هم زېږېدلي وای، نو د روغتون ډاکټرانو به د هغوی د ژوندي ساتلوهڅه نه وای کړې.

د حامله ګي بشپړه دوره معمولا ۴۰ اونۍ وي، نو په دې حساب دا ماشومان ۱۸ اونۍ له وخته وړاندې زېږېدلي.

د کاناډايي ماشومانو مور شاکینا راجندرام وویل کله چې یې په ۲۱ اونیو او پنځو ورځوکې د زېږولو بهیرپیل کړ، ډاکټرانو ورته وویل چې ماشومان یې ژوندي نه پاتې کېږي او د ژوندي پاتې کېدو هیڅ چانس نه لري.

دا دهغې دویمه حامله ګي یا مېندواري وه. له دې وړاندې یې څومیاشتې پخوا د اونتاریو په همدې روغتون کې خپل لومړی ماشوم له لاسه ورکړی و.

همزولي

د عکس سرچینه، GUINNESS WORLD RECORDS

د ماشومانو پلار کېوین نادا راجا وویل د روغتون ډاکټرانو دوی ته وویل له وخته وړاندې داسې زېږون په صورت کې دوی هیڅ ډول مرسته نشي کولای. هغه وویل ټوله شپه یې خوب ونه کړاو سترګې یې له اوښکوډکې وې.

ډېری روغتونونه د هغو ماشومانو د ژغورلوهڅه نه کوي چې د ۲۴ او ۲۶ اونیو ترمنځ زېږېدلي وي. خو له نیکه مرغه، دغه مور او پلار وکولای شوای د ټورنټو مونټ ساینای روغتون ته لاړشي چې هلته د نویوزېږېدلیو ماشومانو لپاره د ځانګړې پالنې تخصصي څانګه شته ده.

د مېرمن راجندرام د زېږون په ۲۱مه اونۍ او شپږمه ورځ- هغې ته وویل شول چې که ماشومان له ۲۲مې اونۍ څخه ان یوڅو دقیقې هم وړاندې وزېږي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې معولا هڅه نه کېږي.

د ماشومانو مور وايی د زیاتې وینې توییدوسره سره یې هڅه کوله چې د یوڅو نوروساعتونولپاره ماشومان په خپل بدن کې وساتي.

بلاخره له نیمې شپې ۱۵ دقیقې تېرې وې چې د هغې اوبه ماتې شوې. ۲۲مې اونې ته تر رسېدوپورې له دوو ساعتو لږوخت پاتې و چې ماشومان وزېږېدل.

همزولي

د عکس سرچینه، GUINNESS WORLD RECORDS

ادیه او ادریېل اوس ژوندي او یوکلن دي، سره ددې چې مخکې له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ ول.

مېرمن راجند رام وویل څو ځله مې ولیدل چې نژدې و دا ماشومان زموږ د سترګو پروړاندې مړه شي. اوس دا ماشومان د ډاکټرانو لخوا له نژدې څارل کېږي او روغتیايي حالت یې ډېرښه دی.

پخوا له وخته مخکې یو ډېر وړاندې زېږېدلی ماشوم کرټيس مینز نومېده چې د امریکا د متحدو ایالتونو په الاباما ایالت کې و او ۲۱ اونۍ او یوه ورځ وروسته زېږېدلی و.