سپېس اېکس د نړۍ تر ټولو ځواکمن توغندیز سیستم وازمایه

د خپرېدو وخت

د اېلون مسک فضايي شرکت 'سپېس اېکس' خپل تر ټولو پیاوړی فضايي راکټي سیستم ازمویلی دی.

د جامد اور په نوم دغه مهمه ازموینه کې انجنیران توانېدلي چې د دغه فضايي توغندي له درې دېرشو ۳۱ انجنونونه په چټک او هم مهال ډول چالان کړي.

خو د توغندي د حرکت مخنیوي لپاره هر څه تړل شوي وو او د انجنونو اور یوازې څو ثانیې دوام کړی.

که د سټارشیپ یا ستوربېړۍ په نوم د توغندیو دغه سیستم فضا ته په بریالتوب واستول شي، نو دا به د فضايي توغندیو تاریخ کې تر ټولو پیاوړی توغندی وي،‌ چې فضا ته استول کېږي.

سپېس ايکس شرکت د دغه سیستم د وروستۍ ازموینې له پایلو خوښ برېښي او تمه لري چې ښايي راتلونکو څو اونیو کې یې فضا ته وتوغوي.

د سټاټېک فایر یا جامد اور په نوم دغه ازموینه پنجشنبه د امریکا د ټیکساز او مکسیکو ترمنځ سیمه کې د سپیس اېکس شرکت په یوه ځانګړي ځای کې شوې ده.

د دغه شرکت بنسټګر اېلون مسک پر ټویټر لیکلي چې د دغه سیستم انجینرانو له ازموینې وړاندې یو انجن بند کړی و او یو بل پخپله نه دی چالان شوی، خو پاتې ۳۱ انجنونه په بریالۍ توګه چالان شوي او همدا کافي دي چې دغه پیاوړی توغندی تر مداره ورسوي.

دې ته نژدې فضايي توغندی ښايي د (اېن-۱) وي چې پخواني شوري اتحاد په شاوخوا ۱۹۶۰ کال کې سپوږمۍ ته د استولو لپاره جوړ کړی و.

هغه توغندیز سیستم ۳۰ انجنونه یا ماشینونه لرل.

خو څلور وارې فضا ته له استول کېدو سره سره بیا هم بریالی نه شو چې خپل هدف ته ورسېږي او له کاره وغورځېد.

سټارشیب له خپلو ټولو ۳۳ انجنونو سره د (اېن-۱) پرتله ۷۰ سلنه زیات قوت سره له ځمکې فضا ته پورته کېږي.

ان د امریکا د فضايي ادارې 'ناسا' وروستی توغندی (اېس اېل اېس) هم چې په لومړي ځل د تېر کال نومبر کې فضا ته واستول شو، د سټارشیپ هومره وړتیا نه لري.

د سپېس ایکس څښتن اېلون مسک دغه سیستم ته ډېر هیله من دی.

هغه غواړي چې د دغه توغندیز سیستم پر مټ لا نورې سپوږمکۍ او ان انسانان استوګنې لپاره فضا ته واستوي.