اقليمي بدلون؛ "تر ۲۰۵۰ به د کليمانجارو او افریقا وروستي یخچالونه له منځه لاړ شي"

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه په یوه راپور کې وايي، د اقلیمي بدلون له امله به تر ۲۰۵۰ کاله د افریقا وروستیو یخچالونو په ګډون د نړۍ یو شمېر یخچالونه له منځه ولاړ شي.

د یونسکو راپور موندنې ښيي چې د ملګرو ملتونو د نړیوالو میراثونو درېيمه برخه یخچالونه به تر درېيو لسیزو ویلې شي.

دا راپور د سپوږمکۍ موندنو پر بنسټ جوړ شوی او په داسې حال کې خپرېږي، چې د نړۍ مشران راتلونکې اوونۍ په مصر کې د اقلیمي بدلون په تړاو سره راټولېږي.

د ملګرو ملتونو په پنځوسو نړیوالو میراثونو کې شاوخوا ۱۸۶۰۰ یخچالونه پېژندل شوي دي. چې د ځمکې پر مخ د ۱۰٪ یخچالونو برخه ده او د سېلانیانو لپاره مشهور ځایونه پکې شامل دي.

په راپور کې ویل شوي د یخچالونو ویلې کېدل او ورکېدل "د ځمکې تودوخې تر ټولو ډراماتیکو شواهدو څخه دي."

یونسکو وايي، "هیله ده موږ ناسم ثابت شو، خو دا سخت ساینس دی."

د راپور یو لیکوال ټالېس کاروالهو ریسنډ وايي "یخچالونه د اقلیم د بدلون یو له ارزښتناکو شاخصونو څخه دي، دا هغه څه دي چې موږ یې په ریښتنې توګه لیدلی شو."

په راپور کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د نړیوال میراث ځایونو په نورو دوه درېيمه برخه کې پاتې یخچالونه خوندي کیدای شي، خو یوازې هغه وخت چې نړۍ د تودوخې درجه تر ۱.۵ درجې محدوده شي.

د بیفالو پوهنتونو یخچال پېژندونکې بیټا کساټو، چې خپله په دې څېړنې کې ښکېله نه ده وايي، د ۱۹ پېړۍ په منځینو کلونو کې یخچالونه خورا با ثباته وو، خو بیا وروسته ګړندی شاته تګ شوی دی.

د ملګرو ملتونو میراثونو په لېست کې هغه یخچالونه، چې تر ۲۰۵۰ کاله به له منځه ولاړ شي:

  • هېرکاني ځنګلونه (ایران)
  • دورمېتور ملي پارک (مونته نګرو)
  • د ویرونګا ملي پارک (کانګو دیموکراتیک جمهوریت)
  • د خوانلونګ سیلانۍ سیمې (چین)
  • پلوستون ملي پارک (امریکا متحده ایالات)
  • د کنیا غرونو او طبعي ځنګلونو ملي پارک (کنیا)
  • پیرنه مونت پردو (فرانسه، اسپانیا)
  • د رونزوري غرونو ملي پارک (اوگاندا)
  • فلات پوتورانا (روسیه)
  • سوئیس تکتونیک آرنا ساردونا (سوئیس)
  • ناهاني پارک ملی (کانادا)
  • د لورنتس ملي پارک (اندونزیا)
  • د کلیمانجارو ملي پارک (تانزانیا)
  • یوسمیتي ملي پارک ( امریکا متحده ایالات)
  • دولومیت (ایتالیا)
  • ویرجین کومي ځنګلونه (روسیه)

په راپور کې ویل شوي د ۲۰۰۰- ۲۰۲۰ کلونو د نړۍ میراثونو کې د یخچالونو ویلې کېدل د سمندر له سطحې ۴،۵ سلنه زیات لیدل شوي دي.

هر کال د دغو یخچالونو ۵۸ میلیارد ټنه برخه ویلې کېږي، چې په فرانسې او هسپانیې کې د اوبو د لګولو کلنۍ کچې سره برابره ده.

څېړنه دا هم ښيي چې زیاتره خلک د ورځني لګښت او کرنې اوبو لپاره پر یخچالونو تکیه کوي.

آغلې رېسنډ وايي تر ټولو مهم ټکی، چې په دې برخه کې اړتیا ورته لیدل کېږي د نړیوالې تودوخې محدودیت دی.

دا وايي، "دلته د هیلو پیغام شته" خو که موږ په پراخ او ډراماتیک ډول د اخراج کچه کمه کړای شو نو د دغو یخچالونو ډېره برخه خوندي کولا شو."