د ځنګلي ژویو نړیوال صندوق: تېرو پنځوسو کلونو کې د ځنګلي ژویو شمېر ۷۰ سلنه کم شوی

د خپرېدو وخت

یوه تازه څېړنه ښيي چې په تېرو پنځوسو کلونو کې په نړۍ کې د ځنګلي ژویو شمېر ۷۰ سلنه کم شوی دی.

دا راپور د ځنګلي ژویو نړیوال صندوق له ۱۹۷۰ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د لندن د ژويو پېژندنې د ټولنې د شمېرو له ارزونې وروسته چمتو کړی دی.

دغه راپور د ځنګلونو وهل، له طبیعي سرچینو څخه د انسانانو ګټه اخیسته او د اقلیم ککړتیا او بدلونونه د ځنګلي ژویو د نفوس د کموالي ستر لاملونه په ګوته کړي دي.

د ځنګلي ژویو د نړیوال صندوق په راپور کې ویل شوي، د خوږو اوبو، سیندونو او ډنډونو ژوي تر نورو ډېر اغېزمن شوي چې له ۱۹۷۰ کال راهیسې یې نفوس ۸۳سلنه کم شوی دی.

د لندن د ژویو پېژندنې ټولنې مدیر "انډرو ټري" وايي، د ژویو دا جوت کمښت موږ ته راښيي چې طبیعت د پاشل کېدو په حال او د ژویو نړۍ خالي کېدونکې ده.

په دغه راپور کې راغلي، د ځنګلي ژویو نفوس په ځانګړي ډول لاتینه امریکا او کارایب سیمه کې په چټکۍ کم شوی او یوازې په تېرو پینځو لسیزو کې یې ۹۴ سلنه نفوس له منځه تللی دی.

ډولفین ۶۵ سلنه کم شوي

د بېلګې په ډول په امازون سیمه کې له ۱۹۹۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ کاله پورې د ډولفینونو شمېر کابو ۶۵ سلنه کم شوی دی.

د "انډرو ټري" په خبره، د ځنکلي ژویو د نړیوال صندوق نوې موندنې په همدې تړاو د ۲۰۲۰ کال هغه ارزونه تاییدوي چې ویلي وو په نړۍ کې د ځنګلي ژویو نفوس په کلني ډول ۵ اعشاریه ۲ سلنه کمېږي.

کارپوهان وايي، د امازون سیمه په چټکۍ د باراني ځنګلونو لرونکې سیمې په توګه خپل اهمیت له لاسه ور کوي چې دې سره به د اقلیم د ګرمېدو د خطرناک بهیر تم کول ناشوني شي.

د ژویو د نفوس کموالي په تړاو دې راپور کې یوه مثبته بېلګه هم شته.

د کنګو هېواد په ویرونګا ملي پارک کې د ګوریلاوو نفوس له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۸ کلونو پورې له ۴۰۰ څخه ۶۰۰ ته لوړ شوی دی.

د ځنګلي ژویو د نفوس د مخ پر ځوړ حالت په تړاو راپورونو د طبیعت او ژویو د خوندیتابه غوښتنې زیاتې کړې دي.

په راتلونکي ډیسمبر میاشت کې له کاناډا مونټرال ښار کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو استازي سره راټولېږي او د بوټو، او ژویو د خوندیتابه پر نویو تګلارو خبرې اترې کوي.

احتمالا په دغه غونډه کې به د خوندیتابه د نویو لارو چارو لپاره په نړیواله کچه د بودیجې د زیاتوالي غوښتنه وشي.