تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مور په نس کې د ماشوم د ملا تیر د سوري درملنه
امريکايي ډاکټران وايي، په بریالیتوب سره یې په رحم یا د مور نس کې د ماشومانو ملا کې د ستونزو درملنه کړې ده. دوی په دې نوې درمنله کې د ماشوم د ملا تیر سره د تړلو حجرو پیوندولو لپاره یوه نوې جراحي طریقه کارولې ده.
د دغې ځانګړې طریقي په وسیله ډاکټران د حجرو یوه ټولګه په زیانمن شوي ځای کې ځای پرځای کوي، او دا ټولګه بیا نورې حجرې تولیدولی شي.
امریکایي ډاکټران هیله من دي چې دغه څېړنې به د نورو داسې ماشومانو درملنه کې هم مرسته وکړي چې په سپاینا بېفېډا اخته دي، یا په بله معنا د ملا تیر کې یې سوری دی.
هغه درې ماشومان چې د مور په نس کې پرې د جراحي دا نوې طریقه کارول شوې وه، اوس زېږېدلي دي.
دا ډاکټرانو ځانګړې ډله به یې لږترلږه شپږ کاله وضعیت او وده څاري.
که د سپاینا بېفېدا درملنه ونه شي نو ځینو ته عمري روغتیايي ستونزې پیدا کوی. مثلاً د عصبي رشتو زیانمنېدو له امله په ګرځېدو او خوځېدو کې ستونزې. په ځینو سختو حالاتو کې د بدن شاته د ملا تیر سره یو سوری وي چې د ملاتیر او مرۍ یې ترې ښکاري.
که دغه نیمګړتیا له زېږون دمخه یا لږ وروسته لرې نشي نو وروسته په بشپړ ډول د اغېزمن کس پښې فلجولی شي.
جراحانو تر دې وړاندې هم په رحم کې د ماشومانو د ملا تیر سمولو لپاره د کمرې په مرسته عملیاتونه کړي دي.
خو په دې نوې طریقه کې د ملا تیر سوري پټولو لپاره خامې حجرې یا سټېم سېلز نصبوي چې د ماشوم د بدن نورو برخو سره یو ځای وده کوي.
څېړونکي وايي، دوی وار له مخه پر ژوو ورته درملنې یا عملیانونه ترسره کړي او هیله بخښونکې پایلي یې درلودې.
پر انسانانو د ازمایښتونو په لړ کې رابي لومړنۍ ماشومه ده چې دغه ډول درملنه یې کېږي.
مور یې وايي، د لور راتلونکی یې پر دې درملنې تړلی و نو ځکه یې نشوه ردولی.
مور یې اېملي وویل، "موږ د سپاینا بېفېدا په اړه تر تشخیصېدو پورې یې نه پوهېدو. ډېر خوښ یو چې دې درملنه کې برخه اخلو. موږ خپلې لور ته د یوه ډېر روښانه راتلونکي د درلودلو فرصت ورکوو.''
جراحه ډاکټره یې دیانا فارمر وايي "عملیات پرته له کومې ستونزې پایته ورسېدل او د مور په نس کې یې ماشوم عالي کار وکړ".
هغه روغتیايی ډله چې دغه ازماېښتونه ترسره کوي وايي پلان لري چې د خپلو ازمايښتونو په لړ کې د پنځه دېرش ماشومانو درملنه وکړي. خو لا ډېرو تحقیقاتو او څېړنو ته اړتیا ده چې دا درملنه څومره ښې پایلې درلودلی شي.
روبي او نور ماشومان به په منظم ډول څارل کيږي چې وکتل شي د ګرځېدو او تشناب ته د تلو وړتیاو یې څومره وده کړې.
دا لا روښانه شوې نه ده چې څه شی د سپاینا بېفېدا یا ملا کې د سوري لامل ګرځي. خو داسې څو موارد دي چې په یوه ماشوم کې د دغې ناروغۍ خطر یا احتمال ډېرولی شي. د مېندوارې پر مهال د فولیک اسید یا ويټامین ۹B لږ خوړل یې مهم لامل دی.
متخصصین د مېندوارۍ پر مهال د ویټامینونو د خوړلو پر ارزښت ټینګار کوي چې یوه ارزانه او ساده حل لاره ده او د سپاینا بېفېدا مخنیوي کې مرسته کوي.