ساینسپوهان: ماشومان رحم کې ګازرو ته 'موسکي' کېږي، کاهو ته 'تندی تروش' نیسي

    • Author, احمد خواجه
    • دنده, بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت

په بریتانیا کې پر ۱۰۰ میندوارو مېرمنو او جنین یوې تازه څېړونې موندلې ده کله چې میندواره مور ګازرې خوري په رحم کې ماشومان 'موسکي' کېږي او کله چې کاهو خوري نو 'ناخوښي' ښيي.

که د کاهو مزه دې بې خونده کوي، نو ته یوازې نه یې!.

د نوزیږدو ماشومانو ازمېښتځي کې پوهانو پر جنین د څېړنې پر مهال ومونده چې دا په اوس وخت کې بېلابېلو مزو (خوند) ته رحم کې د جنین د غبرګون لومړنۍ نښې دي.

بریتانیا کې څېړونو دا څېړنه پر څه باندې ۱۰۰ میندو او د دوی په رحم کې پر ماشومانو ترسره کړې ده.

۳۵ ښځو ته یې داسې کپسولونه ورکړي چې پوډر شوي ګازرې پکې ځای پرځای شوي او ۳۵ نورو ښځو ته یې بیا د کاهو پوډر لرونکي کپسول ورکړي.‌ ۳۰ ښځې د مهار ډلې برخه وې چې له دې دوو کپسولونو یې هېڅ یو هم ونه خوړ.

په ریښتیني وخت کې د 4D له لارې غبرګونونه

په Psychological Science ژورنال کې دغې ډلې ولیکل، له کپسول خوړلو ۲۰ دقیقې وروسته، د یادو ښځو د 4D اولټراسونډ سکن معاینې وشوې او روښانه شوه هغو ښځو چې د کاهو کپسولونه یې خوړلي وو، ماشومان یې ناخوښ‌ غوندې ښکارېدل حال دا چې د ګازرو خوړونکو مېرمنو ماشومان موسکي ښکارېدل.

د کنټرول ډلې ۳۰ میندوارو مېرمنو چې هېڅ یې نه وو خوړلي، دا ډول غبرګون نه درلود.

مخکنیو څېړنو په ډاګه کړې چې زموږ د خوښې خوړو غوراوی ښايي تر زیږون مخکې پیل شي؛ ځکه چې د میندوارې ښځې خوراکي رژیم ته کتو، د جنین شاوخوا امنیوټیک اوبلن مواد ښايي بېلابېلې مزې ولري.

خو د دورهم پوهنتون دا نوې څېړنه وايي، دا پخپل ډول کې د مور په رحم کې د ماشومانو د بېلابېلې مزې احساسولو د غبرګون په تړاو لومړنۍ موندنې دي.

جنین کله د نویو خوړو مزه څکل پیلوي؟

د څېړنې یوه ګډونواله نادیه ریسلنډ وايي: "له مخکنیو څېړنو مو زده کړل هغه خواړه د مور د غذايي رژیم له لارې یې جنین ترلاسه کوي، د جنین د راتلونکې روغتیا او تندرستۍ لپاره رښتیا مهم دي. خو پر هغه څه نه پوهېږو چې کله پیلېږي".

نادیه ریسلنډ په دورهم پوهنتون کې د جنین او نو زیږدو ماشومانو د څېړنډلې مشره ده.

دې بي بي سي ته وویل "نازیږېدلي ماشومان د میندوارۍ په ۱۴مه اونۍ کې خوږو ته خپله لېوالتیا ښيي".

"زموږ د تجربې لپاره، نا زیږېدلو ماشومانو ته مو د میندوارۍ په ۳۲ او ۳۶مو اونیو کې پوډري کپسول ورکړل، ځکه چې د دوی لېوالتیا لا ډېره پېچلې ښکاري".

"غواړو خپلې څېړنې ته دوام ورکړو او تر زیږون وروسته ماشومانو ډېټا هم ثبت کړو او دا وڅارو چې ایا لکه په رحم کې چې ګاجرو ته لېواله وو، تر زیږون وروسته هم ورته خوشالېږي".

دا زیاتوي: "هیله لرو چې تر ولادت وروسته هم له شنې سبزۍ سره عادت شي او په دې سره د صحي خوراکي رژیم لپاره شنه سبزي وخوړلی شي".

دا تجربه د ماشومانو د خوند وده کې څه راښودلی شي؟

ریسلنډ وايي، خوند ډېر وختي وبده کوي او د خوراکي چاپېریال پر کلتور پورې تړاو لري.‌

"کله چې د مور له خوراکي رژیم نه جنین یوڅه ترلاسه کوي، تر زیږون وروسته هم دا خوراکي رژيم خپلوي او دوام ورکوي".

تریخ خوند له زهرو سره تړلی

دا زیاتوي، یو بل لامل دا دی چې ماشومان تریخ خوند ردوي.

"موږ هم تریخ خوند له خطر سره تړو او پر بنسټ یې غبرګون ښیو، خو دا چې هر تریخ خوند له زهرو سره نه دی تړلی، باید خپل ځان او ماشومان پوه کړو چې ورسره عادت شي، ځینې ترخه خواړه صحي او د دوی روغتیا ته ګټور هم دي".