هغه جېټ الوتکه چې لا هم یو هېواد ترې وېرېږي

د خپرېدو وخت

د دویمې نړیوالې جګړې له ختمېدو یوه لسیزه وروسته، کاناډا یوه جیټ جوړه کړه چې ټکنالوجي یې خپل وروستي حد ته پکې ورسوله. خو زوال یې دا په ډاګه کړه چې څنګه کوچني دولتونه د جیټ الوتکو د عصر سیالۍ کې له ستونزو سره مخامخ شول.

د یوه څپ څپانده کال د پای لمانځلو په مناسبت، د بي بي سي فیوچر " ۲۰۲۰ کال د غوره" له ټولګې درته ځینې د خوښې خبرونه بېرته بیا خپروو.

د سړې جګړې لومړیو کلونو کې، کاناډا په نړۍ کې د ډېرو پرمختلیو جنګي الوتکو جوړولو هوډ وکړ.‌

کاناډا په دې مشهوره ده چې په ناهواره ځمکه په بېدیاوو کې د الوتکو د کېنولو او پورته کولو وړتیا لري. د تېرې پېړۍ د ۱۹۳۰ کلونو وروستیو کې، په شمالي امریکا کې پراته هېواد د خپل جنګي سیال لپاره د بریتانیا ډیزاین شویو الوتکو جوړول پیل کړل. ډېری دغه الوتکې د جګړې په وخت کې د نمونوي طرحې په توګه لکه د هاوکر هریکن جنګي الوتکو او بم غورځوونکو افرو لانکسټر په شان وې.

خانتما کاناډايي سیاستوال او انجنیران له دې راضي نه وو. دوی هوډ وکړ چې د جګړې په اوږدو کې له کارخونو او ماهر کاري ځواکه په نړۍ کې د مخکښو الوتکو جوړولو صنعت رامنځ ته کړي. د کاناډا دا نوی مشرتابه نسل چې د نورو په مټ د الوتکو له تولیده ستړی شوی و، د کاناډايي ډیزاین مطابق تولید ته هوډمن و. Avro Aircraft چې له جګړې وروسته د کاناډا د الوتکو جوړولو لپاره رامنځ ته شو، هغه شرکت و چې د دوی دا خوب یې رښتیا کولی شوای.

ددغه شرکت انجنیران چې د Avro د باوري سیالانو له فکري تګلارې ازاد شوي وو، د انقلابي جنګي جیټ،‌ سوداګریزو الوتکو او ان د فضايي الوتکو په برخه کې کار وکړای شو. دوی کاناډا د جیټ د نوي پېر د ټکنالوجۍ پر څنډه ودروله.

ددې کار ترسره کولو په درشل کې، دغو انجنیرانو هغه مفاهیم وننګول چې د کاناډا په څېر کوچنیو هېوادونو نن د لوړې ټکنالوجۍ په صنعت کې ترلاسه کولی شوای، ان که د دوی لپاره د پیسو راغونډولو لپاره د سیاستوالو قانع کول رښتیا هم یو ګران کار و.

بیا نو غشی ولګېد. د ۱۹۵۷ کال د اکتوبر پر څلورمه، د ټورنټو په څنډو کې ۱۴۰۰۰ خلکو یو لوی هنګر ولید،‌ چې د یوې ښکلې، سپینې او لویې (ډلتا وېنګ) الوتکې د نندارې لپاره جوړ شوی و. دا Avro Arrow نیوونکې الوتکه وه چې د نننۍ یوروفایټر ټایفون پرتله درېمه برخه اوږده او پراخه وه او په یوه ساعت کې یې چټکتیا ۲.۰ ماخه (یا د کنکورډ تر ټولو لوړ سرعت ۱۵۰۰ میله) ته رسېدله او الوتلی یا تر دې هم چټکه الوتلی شوه. د کاناډا دا ۲۵۰ میلیون ډالري لګښت (اوسني ۱،۵۸ میلیارد امریکايي ډالره) بولۍ د هوايي چلن یو زبرځواک و.

دا پروژه په حقیقت کې مخکښه وه. د افرو انجنیرانو ته اجازه ورکړل شوه چې له مصالحې پرته یو ریکارډ جوړونکی شی جوړ کړي. خو کاناډایان ژر پوه شول چې تر غږ چټک عصر د هوايي چلن پروژې ډېرې لګښتي کړې ان تر دې چې ډېر کم هېوادونه یې تر عهدې وتلی شي او کاناډا له بده مرغه له دغو هېوادونو نه و.

‌"په کاناډا ۱۹۵۹-۱۹۰۹ لومړي ۵۰ کلونه برقي الوت" د افرو الوتکې د جشن جوړولو اعلان وشو، دا هغه مهال چاپ شو چې په (توره جمعه) [د ۱۹۵۹ کال د فبرورۍ ۲۰مه] د تورنټو په څنډو کې د افرو لاسپیکرو کې غورېږ جوړ شو. د شرکت زرګونو کارمنانو واورېده چې د شرکت مشر "ایف... په اوتاوا کې" (د کاناډا تازه منتخب لومړي وزیر جان ډیفن بیکر) د Arrow بشپړ پروګرام لغوه کړی دی.

د هماغې ورځې په پای کې، ۱۴۵۰۰ ماهرو سړو او ښځو کارمنانو خپل کارونه له لاسه ورکړل. ډېری دا کادري انجنیران امریکا ته ولاړل. د "افرو ډلې" - چې ټول ۳۲ انجنیران وو – د (ناسا) اړوند "اپولو" پروګرام کې مهمې رول لوبوي چې پر سپوږمۍ د انسان د پښې اېښودو کې یې پخواني شوروي اتحاد ته ماتې ورکړه.‌

کن بارنز د انقلابي الوتکې جوړولو د پروژې مشر نخچه جوړوونکی و چې دا بد خبر یې واورېد. د ډېری نورو کاناډایانو په څېر، بارنز د (افرو ارو) د پرېکړې لغوه کېدو له کبله نهلی شو، کله چې بارنز ته وویل شول د پلان نخچې دې له منځه یوسي، ده په ځمکتل کې ځان پټ کړ. طرحې همالته پاتې شوې تر هغه چې د بارنز وراره دده له مرګه وروسته هغه کشف کړې.‌

دا هغه رسوايي وه چې تېر کال ټوله کاناډا کې د سر خبر وګرځېد او د یوې بلې معجزې لپاره یې هیلې پیاوړې کړې، داسې چې یوه الوتکه په یوه ډول له ویجاړېدو ژغورل شوې وي.

که د کارمنانو ډله ییز ګوښه کول د شرکت له لوري د ناخوښۍ عمل و، نو دا کارنده چاره نه وه.‌ هغه ګام چې کاناډا یې ولړزوله، دا د چوپ شرکت مخې ته د Arrow د نمونو غوڅول وو. دا شېبه په یوه تور او سپین انځور کې دانه -دانه ثبت شوه چې کاناډا هم ځوروي. درې کاله وروسته، "افرو ایرکرفټ" شرکت له منځه ولاړ او کابو ۵۰۰۰۰ کارونه هم په خپله مخه ورسره ولاړل.‌

د کاناډا د هوايي چلن او فضايي موزیم منشۍ ایرین ګریګوري وايي: "تاسو ډېر هغه هېوادونه نه شئ موندلی چې پر الوتکو یې ډېره پانګونه کړې وي او خدمتونه یې مخکې نه وي لیدلي". د کاناډایانو لپاره، د فرصتونو د ضایع کولو احساس شته. داسې یوه مفکوره ده چې موږ له لږ نفوس سره یو پراخ هېواد یو او په ګڼو برخو کې د نوښتګر روح ګامونه اخلي چې Arrow یو له همدې څخه و. دا د هوايي چلن د ټکنالوجۍ لوړتابه وه او افرو شرکت په کاناډا کې د هوايي چلن د لوړې ټکنالوجۍ شرکت و. خو حکومت دوی ناکاموي".

د کاناډا د فضايي سفرونو مؤرخه (تاریخ‌لیکونکې) او د "فضا لپاره مبارزه: دوه پیلوټان او د ښځینه فضايي سفر لپاره د دوی تاریخي مبارزه" کتاب لیکواله امي شیرا ټیټل وايي: "هره شپه کاناډایان د Arrow د شان راستولو لپاره نه سره کښېني، خو کاناډا له کاناډیانا سره وسوسه لري او Arrow انقلابي و.

ماخ ۲ جیټ له امریکا سره مساوي وه، او کاناډایۍ د اونتاریو مالټون کې جوړه شوې. بیا یې له مخکې د نه اعلان شوي لغوه کولو عجیبه پرېکړه وه: موږ پر بریتانیا یا امریکا د الوتکې خرڅولو کې پاتې راغلو، نو راځئ چې ویجاړه یې کړو او وښیو چې ګنې هېڅکله داسې نه دي پېښ شوي".

په کاناډا کې یوه پخوانۍ ټوکه ده چې وايي، هغه غوره څه چې امریکا ته پې‍ښ شوي، د Arrow لغوه کول دي. ګڼو کاناډایانو بل ګام واخیست او په غریزي ډول یې د پروګرام د ناکامۍ د لامل ملامتیا پر سوېلي "دوښمن" ور واچوله.

خو لانجې او د دسیسې نظریاتو یو انتقادي حقیقت پټ کړ. د هش-کیټ خپروونکی او د هوايي چلن وېبلاګ جوړوونکی جو کولز وايي: "له ډېرې پرمختللې ټکنالوجۍ سره دفاعي پروژې ډېرې ګرانې دي. ستاسې د ملت له یوه لوی تضمین شوي امر پته، دوی معمولاً په نا منل شوي ډول ممنوع دي".

ګریګوري وايي: "د لغوه شوي وخت په رارسېدو، د پروګرام د لګښت کچه ۲۵۰ میلیارده کاناډايي ډالرو ته وختله.‌ دغه اندازه پیسې په ۱۹۵۰مو کلونو کې فوق العاده پیسې وې، په تېره د کاناډا په څېر د یوه کوچني هېواد لپاره، دې ته په پام سره چې هلته لاهم میلیاردونو نورو ډالرو ته اړتیا وه،‌ دا کار ترسره کول ډېر اسانه وو".

Arrow د هغه کمیابه شرکت انعکاس و چې جوړ کړی یې و. افرو الوتکه د بریتانیا د سټراټيژۍ یوه برخه وه چې دویمې نړیوالې جګړې پرمهال یې د تیک پرک الوتکو،‌ ټانکونو او نورو وسلو جوړولو لپاره ګټه ترې اخیسته. د جګړې پرمهال، دغې کارخونې د هاوکر هوریکن او د لانکسټر بم غورځوونکو الوتکو په څېر الوتکې تولید کړې،‌ د کاناډا یو حکومتي وزیر سي ډي هووي باور کاوه چې دا ډېر مهم فرصت دی چې د کاناډايي الوتکو د صنعت لپاره په لاس راغلی. ‌د افرو انجنیران له دې ګواښ سره مخامخ شول.‌

په ۱۹۴۹ کال کې،‌ سي -۱۰۲ جیټلاینر راغله،‌دا لومړنۍ کاناډایۍ جیټ الوتکه وه، او لومړنۍ د شمالي امریکا د سپلۍ الوتکه او په نړۍ کې د مسافرو دویم ډول الوتکه وه. یو کال وروسته دوی په کاناډا کې د لومړنۍ جیټ الوتکه ډیزاین کړه. که څه هم شرکت د لانکسټر د بم غورځوونکې الوتکې جوړوونکو په نامه کې شریکه ده،‌ خو په حقیقت کې د هاوکر اړوند شرکت دی.

Avro’s hush-hush د ځانګړې پروژې ډلې په عمودي ښکته کېدونکو او پورته کېدونکو الوتکو کې مخکښ رول لوبولی دی. یوې بلې ډلې پر فضايي بېړۍ کار کاوه چې سړی فضا ته ورسوي او بېرته راستون کړي. د Arrow د لغوه کېدو تر وخت رارسېدو پورې تر غږ د چټکې الوتکې د شونتیا مطالعه چمتو شوې وه.

د کاناډا د شاهي پوځي کالج د تاریخ استاد رانډال واکلام وايي: "افرو هم په لاسته راوړنو کې فوق العاده و او د هوايي چلن پر یوه ځواک د هېواد د اوښتو هیلې پوره کېدو کې هم محوري و. حکومت هوډ لاره کاناډا په بریتانیا یا امریکا کې د ډیزاین شوې الوتکې رانیولو پر ځای په نړیواله کچه د نورو هېوادونو په شان پر یوه تولیدوونکي هېواد بدل کړي".

د اوتاوا ‌پرېکړې تل جوړوونکو سره مرسته کړې.‌ په ۱۹۵۰مو کلونو کې پر سوېلي کوریا د جنوبي هغې له یرغل سره سړه جګړه توده شوه. سي ډي هووي له افرو وغوښتل چې د جیڼلاینر پروژه لغوه کړي او د Canuck جوړولو ته لومړیتوب ورکړي. په دې لړ کې د الوتکې جوړولو کې د امریکا پام ناګاره وګڼل شو او کارمنانو د الوتکۍ د لومړنۍ بڼې نمونه ټوټې ټوټې کړه.

Arrow دومره مخکښه وه چې کاناډا یې د ازمویلو لپاره ټولې اسانتیاوې نه لرلې. بیا په ۱۹۵۴ کال، ‌د کاناډا شاهي هوايي ځواک د نوې جنګي الوتکې لپاره شرطونه خپاره کړل.‌ Arrow بریالی شو، خو ژر پر یوه پېچلې پروژه بدل شو.‌ څارونکی باید د الوتلو توان ولري او له ۵۰۰۰۰ فوټه ارتفاع څخه باید هدف وویشتلی شي او د شمالي قطب په سختو شرایطو کې فعالیت وکړای شي او که اړتیا شي باید د اوږده واټن لپاره والوځي.

دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره، د افرو انجنیرانو په الوتکه کې د کنټرول یو ناازمېښتي سیستم (داسې سیستم چې په الوتکه کې د کنټرول دودیز لاسي الې د کمپیوټر په مټ په پر کنټرولېدونکي سیستم واړوي) جوړ کړ چې په حقیقت کې له لیرې کنټرولېږي. د الوتکې په جوړښت کې یې له نویو موادو ګټه واخیسته او په ورور شرکت کې یې یو داسې نوی Iroquois ځواکمن ماشین جوړ کړ چې تر غږ چټک طراحي شوی و.

Arrow بله لاسته راوړنه لرله،‌ لومړی ځل و چې انجنیرانو یې د انجنیرانو د لاسي صنعت پرځای له پرمختللو تولید شویو توکو ګټه واخیسته.‌ دا عملیه په دې مانا وه چې د شرکت له لومړنۍ نخچې څخه یواې ۲۸ میاشتې وتلې وې او د ۱۹۵۹ کال د فبرورۍ میاشتې په رسېدو، د تولید کرښه فعالیت ته چمتو شوه.

د تورې جمعې په ورځ چې کله لاسپیکرو کې د اعلان وخت راورسېد، د الوتکې پنځه نمونې موجودې وې.‌یو بل ماشین هم و چې په ایروکوا ماشین سمبال شوی و او الوتنې ته چمتو و او څلور نور بیا له بېلابېلو هغو سره یوځای شوي وو. په کارخونه کې ډېری توکي د الوتکو د تولید لپاره وو.

واکیلام وايي: "که په ښکاره نه وای شاربل شوې، ستونزې امبار شوې وې،‌ څو میاشتې مخکې له دې چې ډیفینبکر خپله پرېکړه وکړي، هغه مسله چې ایا پروژې ته دوام ورکړي او که لاس ترې واخلي".

لکه څنګه چې په جیټلاینر کې هم دا حالت و،‌خو حکومت ډیفینبکر ته امر وکړ چې ټولې لومړنۍ نمونې سره جلا کړي حال دا چې امریکا هڅه کوله چې ټولې بشپړې شوې الوتکې واخلي. سربېره پر دې د بریتانیا غوښتنه هم رامخې ته شوه له غږ نه په چټکو سفرونو کې ځینې دغه الوتکې وکاروي، خو د Arrow پروژې وضعیت لا ښه نه و. حکومت د اسټرا سیستم لغوه کړی و.‌د ایروکوا ډوله ماشین بریتانیا ته وسپارل شو چې پخپلو له لږ چټکو الوتکو کې ګټه ترې واخلي. خو د اقتصادي ګټو سربېره حکومت د پروژې ملاتړ ونه کړ.

خو ناسا خپل هېڅ وخت ضایع نه کړ.‌ لومړی یې د پروژې د لغوه کېدو په څو ګړیو کې د افرو له انجنیرانو سره اړیکه ونیوه . ۳۲ کسان د میرکري، جیمیني او اپولو پروژو کې د کار کولو لپاره غوره شول.‌ د ټکنالوجیکي ډیزاین پخواني مشر جیم چمبرلېن د جیمیني ماموریت مشري مخته بوتله او دی د قمري مدار یوځای کېدو د پرېکړې یا (LOR) د اصلي ملاتړو له وتلو ملاتړو څخه و.‌ د سټرېس پخوانی مشر انجنیر اون مېنارډ د قمري ماډل د ډیزاین لپاره تر ټولو لوی مسؤل سړی و.

د انجنیرانو هغه لویه ډله چې ناسا کې یې خپله فضايي دنده پیل کړه،‌ له افرو څخه وو او همدوی د ناسا د فضايي الوتنو د مرکز بنسټ اېښی دی. امي شیرا ټیټل وايي: "کاناډایان ډېر متواضع دي چې ووايي دا کار ما وکړ، خو ډېری هغه کسان چې د اپولو پېر کې یې حیاتي پرېکړې وکړې، کاناډایان وو".

"فکر کوم له دغو مغزونو پرته سپوږمۍ ته رسېدل ډېر ګران ښکارېدل".

اپولو هم د دوی د ماموریت پای نه و، د افرو یوې ډلې د شاټل فضايي او نړیوالې فضايي اډې پر پروګرام هم خپل اغېز پرېښود.

له (تورې جمعې) لږ وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګنې Arrows د یوه ازمېښتي پیلوټ یوه خوندي ځای ته لېږدول شوې. ‌د افرو له کارخونې بهر د لومړنیو نمونو د تخریب د لومړنیو انځورونو پرتله، چې له وروسته نمونو سره یې مقایسه شوې وه، ښکارېده چې د آر اېل -۲۰۲ لومړنۍ نمونه ترۍ تم شوې ده.‌ کاناډایی لیکوال جون کالووډ چې کارخونې ته نژدې یې ژوند کاوه، ادعا وکړه چې د لغوه کېدو په ورځ یې د Arrow د پورته کېدو غږ واورېد. بیا په ۱۹۶۸ کال د جګړې د پېر اتل او د Arrow پروګرام مسؤول ایر مارشال ویلفرېډ‌کورټیز دې پوښتنې ته په یوه مرکه کې له ځواب ویلو ډډه وکړه چې ایا Arrow یوه خوندي ځای ته قاچاق شوې ده.‌

په بریتانیا کې د Arrow د ایجکټور، سیټونو او نورو توکو موندلو سره (ایروهېډز) حیران وو چې که یوه جیټ بریتانیا کې یوه خوندي ځای ته قاچاق شوې وي. دې کشفونې پخپله د یوه رپوټ له مخې، یو عیني شاهد دې ته راضي کړ چې په شپیتمه لسیزه کې د بریتانیا کنټ شاهي هوايي اډه کې د یوې سپینې الوتکې چې ملي نښې یا ثبت یې نه لرل د کېناستو کیسه وکړي، ایا دا Arrow وه؟

په افرو کې نخچه ایستونکی کین بارنز هغه یوازېنی کارمن نه و چې په (توره جمعه)‌یې د افرو یوه ټوټه او یو بې ارزښته لاسوند قاچاق کړل، ښايي ددغو نښو د لیدلو د ثبوت پرځای د ورکې شوې Arrow د موندلو تمه کېده، چې یوځای له ضایع شوې الوتکې سره ونښلول شي.

په پای کې بارنز د خپلې دندې له لاسه ورکولو وروسته چې د ناسا شټل فضايي اډې لپاره یې د کاناډا له یوه ټیم سره د روباټیک مټ لپاره کار کاوه، خپله دنده پای ته ورسوله. کولز وايي: "په پای کې، که څه هم ځینې خلک وايي، دا د امریکا فشار نه و چې Arrow یې ووژله،‌ بلکې ددې ترهوونکې سوپر جنګي لپاره دا کار د کاناډا د واقعي بودیجې کار و."

په هر حال، که د Arrow پروګرام ته دوام هم کړی وای، دافرو الوتکې برخلیک به هم یوشان و. ګریګوري وايي: "باید د اریزونا پیما په (بنیارډ) کې د ډېر شمېر الوتکو په اړه فکر وکړئ، دې ټولو امریکايي شرکتونو د سړې جګړې په اوږدو کې د نویو ډیزاینونو لپاره کار کاوه، ځکه چې دوی له حکومته په قراردادونو تغذیه کېدل.‌ امریکا یې تر عهدې وتلی شي، خو نه پوهېږم هغه به کوم قرارداد وي چې د کاناډا حکومت افرو شرکت ته ورکړی چې شرکت ۶۰مو او ۷۰ او ۸۰مو کلونو ته ورسوي."

خو، د جګړې په وخت کې د کاناډا د لید یو عنصر پر حقیقت بدل شو. ګریګوري وايي: "کاناډا په نړۍ کې د فضايي الوتنو پنځم لوی صنعت لري."

ددې مقالې اصلي بڼه دلته لوستلی شئ.