ډاکټرانو د دوو ماشومانو نښتي سرونه په بریالیتوب بېل کړل

د خپرېدو وخت

دا دوه هغه برازیلي غبرګونې دي چې مورزادي یې سرونه سره نښتي وو او له عملیات وروسته سره بېل شول.

درې کلن برنارډو او ارتر لیما ته لندن کې د یوه لوی روغتون په لارښوونه د برازیل ري دي جنیرو کې د جراحۍ عملیات وشول او په بریالیتوب پای ته ورسېدل.

روغتیایي ټیم د سي ټي سکن او ام آر آی له مخې څو میاشتې پر هغو تکتیکونو ولګولې چې له مخې یې د جراحي عملیاتو وړاندوینه وکړي.

د بدن د غړو د بېلولو یوه خیریه موسسه چې د دغه عملیات مالي ملاتړ یې هم کړی ویلي چې دغه عملیات د بدن د غړو د جلا کولو تر ټولو پیچلی عملیات و.

دغه خیریه موسسه ۲۰۱۸ کال کې نور العواس جیلاني جوړه کړې ده چې د بدن د نښلول شویو غړو د جلا کولو په برخه کې د خلکو لاسنیوی کوي.

دغو دوو ماشومانو اووه جراحي عملیاتونه وکړل چې یوازې وروستي هغه یې کابو ۲۷ ساعتونه وخت ونیو او شاوخوا ۱۰۰ روغتیايي کارکوونکو پکې برخه اخیستې وه.

جراح نور العواس جیلاني وویل، د ده خیریه مؤسسې (جیمینا انتواینډ) دا عملیات تر ټولو پېچلي جراحي عملیات بللي.

دی وايي، لومړی ځل جراحاتو له دوو جلا هېوادونو په ګډه په یوه عملیاتخونه کې د دوو نښتو سرونو د جلا کولو عملیات ترسره کړل.‌

دغو نجونو ته اوه ځله عملیات شوي.

"لکه پر مریخ راکوزېدل"

جیلاني د عملیاتو په اړه وویل: "رښتیا دا ډېر فوق العاده کار دی. فوق العاده دا دی چې عملیات روان وي او ماشومانو ته هېڅ خطر پې‍ښ نه شو."

"له ځینو اړخونو دا زموږ په زمانه کې تر ټولو ګران عملیات وو، او په عصري ټیکنالوجۍ دا عملیات زموږ هغه هیله وه لکه پر مریخ چې راښکته کېږو".

دی وايي، مخکې د دوو نښتو کسانو د جلا کولو عملیات ډېر ګران کار و، ځکه چې د پخوانیو ټپونو له کبله رګونه سم نه ښکارېدل، او د خطر وېره هم وه.‌

دی وايي، په ۲۷ ساعته عملیاتو کې ډاکټرانو یوازې څلور ځلې ۱۵ دقیقه ییزه دمه وکړه،‌ هغه هم د ډوډۍ خوړلو لپاره.

دی زیاتوي دا د خوښۍ ځای دی چې د نجونو کورنۍ تر بریالیو عملیاتو وروسته ډېره زیاته خوښي وښوده.

د نوموړي په وینا، د عملیاتو پرمهال د نجونو د زړه ضربان او د وینې فشار ډېر لوړ وو،‌ چې هر دوه نښتي کسان همداسې حالت کې وي.

دغه ماشومان به تر شپ‍ږو میاشتو د ډاکټرانو تر پالنې لاندې وي.

دا د جیلاني په لاس د دوو نښتو انسانانو د جلا کولو شپږم عملیات دی.

مخکې یې د پاکستان، سودان، اسرائیلو او ترکیې نښتي غبرګوني سره جلا کړي دي.

جیلاني وايي، دا عملیات برازیل کې د د اسټاډوال دو سیریبرو پاولو نایمار انستېتیوت کې د جراحۍ برخې له مشر ډاکتر ګېبرېل مفرج سره په ګډه شوي.

مفرج وویل، روغتون د ماشومانو مور او پلار دوه کاله مخکې روغتون ته راغلل، دوی زموږ د روغتون د کورنۍ غړي شول. د خوښۍ ځای دی چې هرڅه په ښه توګه پای ته ورسېدل.

د یوې خیریه ټولنې په وینا، په هرو ۶۰ زرو زیږون پېښو کې، یوه یې د نښتو غبرګونو وي او په سلو کې پنځه یې نښتي سرونه لري.