تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غبرګوني اوس ولې ډېر زېږي؟
تازه څېړنې ښيي چې نړۍ کې د غبرګونو زېږون تر پخوا ډېر شوی او شمېر یې هم اوج ته رسېدلی دی. اوس هر کال نړۍ کې ۱ اعشاریه ۶ میلیون غبرګوني زېږي او په هرو ۴۲ کې یو زېږون غبرګونی وي.
په ځنډ سره د ماشومانو راوړلو ته د پام اوښتلو او د 'ای وي ایف' په څېر طبي تخنیکونو له کبله له ۱۹۸۰یمې لسیزې راهیسې د غبرګونو زېږون یو پر درې ډېر شوی دی.
خو اوس دغه شمېر بېرته راکمېدی شي ځکه له دې کبله پر یوه ماشوم مېنداروۍ ته لومړیتوب ورکول کېږي چې خطر یې کم دی.
د بشر د تکاثر (تولید مثل) مجله کې د یوې څېړنې له مخې نړۍ کې د غبرګونو شمېر ځکه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی چې تېرو دریو لسیزو کې یې زېږون ډېر شوی دی.
دا څېړنه وايي اسیا کې د غبرګونو زېږون ۳۲ او شمالي امریکا کې ۷۱ سلنه لوړ شوی دی.
د غبرګونو ماشومانو په تړاو څېړونکو له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵ کال پورې د نړۍ په ۱۶۵ هېوادونو کې مالومات راټول او بیا له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۵ کال پورې احصايې او شمېرو سره پرتله کړي دي.
دغه موندنې ښیې چې اروپا او شمالي امریکا کې په هر زرو نوزېږېو ماشومانو کې غبرګ زېږون تر پخوا ډېر شوی دی.
نوره نړۍ کې هم په زرو زېږېدونکو ماشومانو کې د غبرګونو زېږون له ۹ څخه ۱۲ ته لوړ شوی دی.
افریقا کې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د غبرګونو پېدایښت مخ په لوړېدو دی چې عمده لامل یې د وګړو ډېروالی ګڼل کېدای شي.
علمي پرمختګ
دمګړۍ اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د غبرګونو ماشومانو زېږون د ټولې نړۍ ۸۰ سلنه برخه جوړوي.
د دغه تحقیقي رپوټ د لیکوال او د اکسفورډ پوهنتون استاد کرسټیان مونډن افریقا کې د غبرګ زېږون د ډېروالي په اړه وايي: "د افریقايي وګړو او د نورو سیمو د وګړو ترمنځ جینتیک توپیرونه د دې ستر لامل ګڼل کېدای شي."
اروپا، شمالي امریکا او نوره نړۍ کې هم دا شمېر لوړ شوی او لامل یې له ۱۹۷۰ کال راهیسې د 'ای وي ایف'، 'ای سي ایس ای' مصنوعي القاع او د تخمدان یا ځیلان د تحریک په څېر له طبي مرستندویه لارو تکاثر دی.
دغه مرستندویه لارې په یوه ځل د غبرګونو او څو ګونو ماشومانو د پیدایښت امکانات ډېروي.
دغه څېړنې ښيي چې د ښځو لخوا لوړ عمر کې د ماشومانو راوړل او له مصنوعي لارو د زېږونو ځنډ هم دې برخه کې رول لري.
خو استاد مونډن وايي اوس پر یوه ماشوم په مېنداورۍ ټینګار ډېر کېږي ځکه خطر یې کم دی:
"دا مهمه ده چې غبرګ زېږون د ماشومانو د لوړې کچې مړینې سره مل دی او مور او ماشوم دواړه د مېندوارۍ پر مهال او دا راز تر زېږون وړاندې او وروسته له پیچلتیاوو سره مخامخوي".
د غبرګونو زېږون ستونزمن وي، ډېر کله تر وخت وړاندې نړۍ ته راځي او وزن یې هم کم وي.
د ژوندي پاتېدو چانس
دغه موندنې ښيي چې د ټیټ او منځنۍ کچې عاید لرونکو هېوادونو کې د غبرګونو د ژوندي پاتېدو په اړه اندېښنه ډېره ده.
په ځانګړي ډول د افریقا د صحرا په سویلي هېوادونو کې ډېر غبرګوني د ژوند په لومړي کال کې خپل غبرګونی له لاسه ورکوي، چې کلنی شمېر پر ۲۰۰ زرو اوړي.
د څېړنې یو لیکوال استاد جېروېن سمتس وايي:
"په اروپايي هېوادونو کې د د غبرګونو شمېر اوس د افریقا د صحرا سویل ته نږدې کېږي، خو د ژوندي پاتې کېدو د چانس ترمنځ یې خورا ډېر توپیر موجود دی."
څېړونکي وړاندوینه کوي چې هند او چین به راتلونکې کې د غبرګونو په تړاو ستر رول ولري.