تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نټفلیکس دریو میاشتو کې نژدې یو میلیون ګډونوال له لاسه ورکړي
- Author, ناتالي شيرمان او جيمس كلايټن
- دنده, بي بي سي نيوز
- د خپرېدو وخت
پر انټرنېټ د مستقیمو خپرونو له اوږدې مخکښۍ وروسته، نټفلیکس شرکت اوس د خپل مقام ساتلو په سخته ازموینه کې دی.
نټفلیکس له تېر اپرېل تر جولای میاشتې پورې نژدې یو میلیون ګډونوال له لاسه ورکړي او د دوی له خدمت د ګټه اخیستونکو شمېر په کمېدو دی.
خو دا شا ته تګ ته دوی هېڅ وړاندوېینه نه وه کړې.
د نټفلیکس اجراییوی مشر ریډ هاسټینګز د ګډونوالو د شا ته کېدو د لاملونو په اړه وايي: "که یوڅه وي، نو ویلی شو چې دا یو ناشنا کار کېدای شي".
نویو ډرامو نټفلیکس ته ډېر مینه وال پیدا کړي وو.
دغه شرکت په تېره اپرېل میاشت کې له ۲۰۱۱ راهیسې د خپلو ګډونوالو له کمېدو سره مخامخ شوی.
تر ډېره په کاناډا او امریکا کې تېر کال له نټفلیکس ګڼ مشترکین شا ته شوي دي او دویم ګام کې اروپا راځي.
په ۲۰۲۰ کال د کورونا وبا د پیلېدو او سختېدو پرمهال د نټفلیکس مینه وال ډېر شوي وو، او خلکو په کورونو کې انلاین فلمونه کتل، چې سکواډ ګېمز او زاکراون ډېر رول پکې لوبولی و.
خو له تجرید د خلکو راوتلو وروسته، نټفلیکس د نویو ګډونوالو جذبولو لپاره مبارزه پیل کړه او د اوسنیو ګډونوالو د ساتلو په هڅه کې هم و، په تېره د بیو لوړوالي په درشل کې.
خو په ورته وخت کې د اپل ټي وي، ایچ بي او مکس، امازون پرایم او ډیزني پلس په شان شرکتونو هم سخته سوداګریزه مبارزه پیل کړه.