تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاناډا کې د پخوانیو پیلانو "ماموت" یو کوچنی مومیایي موندل شوی
د کاناډا شمال لوېدیځ کې یو کنګل شوی کوچنی وړین ماموت موندل شوی دی.دا شمالي امریکا کې د خپلې بڼۍ لومړنۍ موندنه ده.
دا شمالي امریکا کې د خپلې بڼۍ لومړنۍ موندنه ده.
ګومان کېږي دا د کنګل د پېر مومیایي شوی ماموت به تر ۳۰ زره کالو مخکینی وي.
دا ماموت د سې شبنې پر ورځ د یوکان سیمې د سرو زرو د یوه کان کېندونکو لخوا موندل شوی.
د یوکان حکومت دا ماموت یوه بل کوچني ماموت ته ورته بللی چې روسیې په ۲۰۰۷ کال د سایبریا کنګلونو کې موندلی و.
ماموت د پیل یا فیل د کورنۍ یو منقرض شوی نسل دی، چې پر بدن یې وړۍ درلودې.
ځايي چارواکو ویلي "دا تر ټولو بشپړ مومیايي ماموت دی چې شمالي امریکا کې موندل کېږي" او د نړۍ په کچه د خپلې بڼې دویم هغه دی.
پر دغه ماموت د ځايي امریکایانو په هان ژبه " Nun cho ga" نوم اېښودل شوی چې 'غټ کوچنی ژوی' مانا ورکوي.
د یوکان لرغونپوه ګرانت زازوله وایي "نون چو ګا ښکلی او د کنګل عصر له په زړه پورو مومیایي ژویو دی، چې تر دې دمه موندل شوي دي."
د یوکان حکومت یوه اعلامیه کې ویلي، دا په ۲۰۰۷ کال سایبریا کې د موندل شوي ماموت "لیوبا" په اندازه دی.
د لیوبا په اړه ویل شوي چې شاوخوا ۴۲ زره کاله لرغونی دی.
تر دې مهاله دا شمالي امریکا کې تر ټولو به ښه بڼه راپاتې وړین ماموت دی.
په ۱۹۴۸ کال د یوکان ګاونډۍ الاسکا د سرو زور یوه کان کې د یوه ماموت خوسکي پاتې شوني موندل شوي وو.
هغه ماموت ته اېفي نوم ورکړ شوی.