تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ۲۰۲۱ کال کې د ټکنالوژۍ کومې کیسې د خبرونو په سر کې وې
۲۰۲۱ کال موږ ته نوي تخنیکي اصطلاحات راوپېژندل لکه میتاورس او اېن اېف ټي.
د یو ډرامه یې بدلون په ترڅ کې فېسبوک مجازي نړۍ ته مخه کړه.
انټرنېټ، چې د یو لړ ستونزو پر وړاندې یې ښه مقاومت کړی و هم ځینې نوې ستونزې تجربه کړې. او موږ وپوهېدو چې هغه فلزي چېپونه چې زموږ په الکترونیکي وسایلو کې کارول کېږی ناپایه نه دي.
د تېر کال په ترڅ کې د بي بي سي پر وېبسایټ دا ټولې کیسې خپرې شوې وې.
جنوري: په ژمي کې د اړیکو پرې کېدل
سره د دې چې ډونلډ ټرمپ د۲۰۲۰ کال په پای کې ولسمشریزې ټاکنې بایلودې، خو په ۲۰۲۱ کې یې هم د خبرونو په سر کې ځای درلود.
د جنوري پر ۷مه، د لنډې مودې لپاره د هغه د ټوېټر اکونټ هغه مهال بند شو چې د جعلي رایو په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي و. ۱۲ ساعته وروسته ورته اجازه ورکړل شوه چې خپل اکونټ بیا پرانيزي. خو څو ورځې وروسته یې د تل لپاره د ټوېټر اکونټ بند کړل شو.
د ټرمپ هغه ټویټ چې د بندیز سبب شو، څو ورځې وړاندې د امریکا د کانګرېس پر ودانۍ د ګڼو خلکو د برید له امله لمسوونکی بلل کېده.
دغو پېښو ټولنیزې رسنۍ راویښې کړې چې پخوا یې سیاستوالو ته تر یوه حده اجازه ورکوله چې په ازاده توګه پر انلاین مطالب خپاره کړي.
شپږ میاشتې وروسته، فېسبوک هم د دونلډ ټرمپ حساب بند کړ او په جون کې یې پرېکړه وکړه چې د دوو کلونو لپاره پر فېسبوک د دونلډ ټرمپ اکونټ بند وساتي.
د کال په ترڅ کې فېسبوک او ټوېټر، دواړو د نړیوالو مشرانو او سیاستوالو نامتو حسابونو په اړه نوي مقررات رامنځته کړل.
فبروري: وټس اپ څه وکړل؟
د وټس اپ دا پلانونه چې غوښتل یې سوداګریزو شرکتونوته د خلکو د پیغامونو استول اسانه کړي، له نیوکو سره مخ شول او په میلیونونو خلکو د وټس اپ سیالو شرکتونوته مخه کړه او د هغوی اپلیکیشنونه یې ډونلوډ کړل. دا خلک اندېښمن وو چې که وټس اپ خپل نوی پلان عملي کړي د کاروونکو ډېر معلومات به د پیغامونوله لارې فېسبوک سره شریک شي.
فېسبوک ټینګار وکړ چې دا بدلونونه یو لوی بدلون ندی،خو ويې منله چې پدې اړه کافي پوهاوی ندی شوی.
د محرمیت پلویانو وویل دا ښيي چې وټس اپ له وړاندې د خپل ملګري شرکت لپاره معلومات چمتو کول.
څو ورځې وروسته، وټس اپ څرګنده کړه، هغه کسان چې د دوی دا نوي شرایط نه منی د مې د میاشتې له ۱۵ مې نېټې مهلت وروسته به نشي کولای پیغامونه ترلاسه کړي یا واستوي.
د کال په وروستیو کې، هغه مهال چې د ایرلنډ چارواکو وټس اپ ۱۹۰ میلیونه پونډه جریمه کړ، اړشو چې د محرمیت په اړه خپله تګلاره له سره بدله کړي. اړ شو چې په دې هکله نور معلومات ورکړي چې د کاروونکو له معلوماتو سره څه کوي.
مارچ: پر مکافې ويروس ضد سافټوير تور ولګول شو
پسرلي کې، د وېروس ضد سافتوېر جوړوونکی، مکافي، چې تل یو بحث پاروونکی شخصیت وو، په درغلۍ تورن شو.
ورباندې دا تور ولګول شو چې پر ټوېټر د مجازي پیسو د بیې لوړولو لپاره هڅې کوي.
هغه مهال، دی له مالیې ورکولو څخه د تېښتې په خاطرد یو بل تور له امله اسپانیا کې بندي و.
څو میاشتې وروسته، د اسپانیا یوې محکمې پرېکړه وکړه چې هغه د امریکا متحدو ایالتونو ته وسپارل شي. خو څو ساعته وروسته په زندان کې مړ وموندل شو- باور کېده چې خپله یې ځان وژلی.
په دې کال کې د کمپیوټري چپسونو کمښت وو- راز راز لاملونه یې درلودل، لکه نړیواله وبا او د ځینو تجارتي شیانو لپاره د تقاضا لوړېدل ځکه چې ډېرو خلکو له کورونو کار کاوه.
په اپرېل کې، سېسکو یو لومړنی شرکت و و چې د کمپیوټري چېپ د کمښت خبرداری یې ورکړ، ګومان یې کاوه چې دا ستونزه به ښايي شپږ میاشتې دوام وکړي خو داسې نه شوه.
د کال په وروستیو کې، د کمپیوټرې چېپ جوړولو یو شرکت، ارم، مشر وویل کېدای شی دا ستونزه تر راتلونکي کاله پورې دوام وکړي.
مې: د ټرمپ بیا راستنېدل
په مې کې بیا ټرمپ د خبرونو په سر کې شو، داسې خبرونه وو چې هغه د ځان لپاره یو خپرندویه پلټفورم جوړ کړی چې له خپل کوره به په نیغه محتویات خپروي.
ځینو اشاره وکړه چې کېدای شي دا صرف د ۱۹۹۰ کلونو په شان یو بلاګ یا انټرنېټ پاڼه وي، خو یوه میاشت وروسته دا هم بنده شوه.
د کال په وروستیو کې، ټرمپ یوه بله نسبتا پرمختللې هڅه وکړه چې پر ټولنیزو رسنیو خپل اغېز وکړي، غوښتل یې په ۲۰۲۲ کې د ريښتیا ټولنیز په نامه یو اپ پیل کړي. تراوسه یې یو میلیارډ ډالره پیسې د دې لپاره راټولې کړي، خو ډېر بحثونه یې هم راپارولي او د اړوندو چارواکو له پلټنو سره هم مخ دی.
جون - انټرنېټ تر فشار لاندې
په جون کې، یوې سترې انټرنېټي ستونزې یو شمېر نامتو وېبسایټونه اغېزمن کړل لکه امازون، رېدېټ، ټوېچ، ګارډین ورځپاڼه او نیویارک ټایمز.
د کلاوډ کمپیوټري خدمتونو چمتوکوونکي شرکت، فاستلي، د دې ستونزې مسولیت ومانه. دغه شرکت د اېج کلاوډ په نامه یو خدمت چمتو کوي چې له وېبسایټونو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو بهیر ګړندی کوي. وروسته څرګنده شوه چې یو کاروونکي خپل سېټینګ بدل کړی و او دا د دغې ستونزې سبب شوی و.
د کال په ترڅ کې دغه ډول ستونز و د امازون، اکامای او کلاوډفلیر انټرنېټي خدمتونه هم اغېزمن کړل، او دا پوښتنې یې رامنځته کړې چې د انټرنېټ لپاره څنګه پر یو محدود شمېر شرکتونو باندې اتکا وشي.
جولای - په مخه دې ښه، جېف
د سېلیکان ولي یو اصلی نوښتګر، جېف بېزوس، د امازون شرکت له بنسټ اېښودلو ۲۷ کاله وروسته د امازون له مشرتابه استعفا وکړه. د ډېرو له نظره هغه د سوداګرۍ په برخه کې د بصیرت خاوند نوښتګر دی، او د تلو پر مهال یې اوس شرکت ۱،۸ ټریلیونه ډالره ارزښت لري.
د تکنالوژۍ د ټولو نورو سترو شرکتونو په شان، امازون هم له زیاتېدونکو نیوکو سره مخ دی، د مثال په توګه په دې هکله چې له خپلو کارګرانو سره څه ډول چلند کوي، او دا چې ایا د خرڅلاو انلایني بازار یې انحصار کړی که څنګه.
خو جېف بېزوس نه غواړي له صحنې څخه بېخي ووځي. په دې وروستیو کې هغه له فضا سره مینه پیداکړې- اکټوبر کې جېف بېزوس او د سټارټرېکس تلویزیوني سریال کپتان کرک د خپل فضايي راکټ په مرسته فضا ته ولاړل.
اګست - د ښوونځي د رخصتیو پر مهال څرنګه پیسې پیداکولای شئ
سږکال موږ زده کړه چې اېن اېف ټي د ملکیت مجازي سند په معنا ده - دا داسې یو ډیجيټلي سند دی چې د مجازي شیانو د رانیولو لپاره کارول کېدای شي.
خاوند یې کولای شي له دې لارې ژر پیسې وګټي - لکه ۱۲ کلن بنیامین احمد، چې دخپلو ځینو هنري نقاشیو له امله یې ۲۹۰،۰۰۰ پونډه ترلاسه کړل. د رخصیتو پر مهال یې د حیرانووکو نهنګانوپه نامه ځینې رسمونه کښلي اوخرڅ کړي وو.
همدا راز، یو بل ځای د پيشو یو انیمیشن جېف یا متحرک تصویر په څه باندې۳۶۵،۰۰۰ پونډه وپلورل شو، او جک ډورسي خپل لومړنی ټویټ په ۲،۵ میلیونه پونډه وپلوره اود ټیم برنرز- لي د وېب کوډ ان اف ټي ۵،۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړل.
خو اېن اېف ټی باندې هم ځینې نیوکې شوي. د لیکوال ډېوېډ جېرارډ له نظره اېن اېف ټي د یو بې ارزښته جادويي لوبیا یوه نوې بڼه ده.
خو سره د دې، اېن اېف ټي له پامه نشو غورځولای، د میتاورس تر څنګ اېن اېف ټي هم د ۲۰۲۱ کال یو نوی لغت او د کالینز په قاموس کې شامل شو.
سپټمبر: بد لړزېدل
کله کله د ټکنالوژۍ په نړۍ کې عجیبې کیسې پیدا کېږي - خو ترټولو حیرانوونکې یې دا ده چې د آیفون خاوندانو ته خبرداری ورکوي چې کېدای شي پیاوړي موټرسایکلونه د ټیفون د کمرې سیستمونه زیانمن کړي.
په هغه سند کې چې اپل خپور کړی، ویل شوي چې د انجن یا ماشین لړزه کولای شي د تليفون د تصویر اخیستلو ثبات یا د اټوفوکس سیستمونه زیانمن کړي.
د بي بي سي پر وېبسایټ میلیونونو خلکو ته دا کیسه جالبه وه.
اکتوبر: هغه شرکت چې پخوا فېسبوک نومېده
د څو ساعتونو لپاره د فېسبوک د خدمتونو بندېدو پرتله ددې شرکت د نوم بدلېدو د لږو خلکو پام راجلب کړ.
اکتوبر کې، د فېسبوک په اړه دوه ستر خبرونه وو - یو یې د ټکنالوژۍ مینه والو لپاره په بېسارې توګه د پام وړ وګرځېده. دا چې د فېسبوک نوم پر مېټا بدل شو دومره جالبه نه وه. خو کله چې فېسبوک، وټس اپ او انسټګرام د څو ساعتونو لپاره له کاره وغورځېدل د خورا ډېرو خلکو ورته پام شو.
په همدې میاشت کې فېسبوک خپل پام مېټاورس ته راواړوه - دا مفهوم ډېر ژر د ۲۰۲۱ کال په نامتو کلیمې باندې بدل شو، او داسې ښکاري چې مارک زوکربرګ ورسره ډېره دلچسپي لري.
مېټاورس، د انټرنېټ د مجازي واقعیت یوه بڼه ده چې د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه هیله من دي موږ به په راتلونکي کې په دغې مجازي نړۍ کې ژوند، لوبې او کار کوو.
خو ځینې منتقدین فکر کوي چې که څه هم فېسبوک د مېټاورس پروژې لپاره خپل نوم بدل کړی او وايي غواړي د جوړولو لپاره یې د اروپايي ټولنې هېوادونو کې ۱۰،۰۰۰ کارکوونکی وګوماري - ښايي فېسبوک به غواړی چې له خپلو ستونزو څخه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي.
نومبر - د انټرنېټي غلو د موندلو لپاره هڅې
په دې کال کې د پیسو په بدل کې بېسارې شمېر انټرنېټي غلاوې وشوې اوځینې جدې انټرنېټي وېروسونه وموندل شول. په نومبر کې د بي بي سي یو خبریال،جوی تېدي، د انټرنېټي غلو د شیطاني ډلې په لټون پیل وکړ- چې زیاتره یې په روسیه کې مېشت دي.
هغه د ګولف د لوبو یو ځای او د مسکو دنګو ودانیوته لاړ. انټرنېټي غله یې ونه موندل،خو ویې مونده چې هغوی ډېرې پیسې جوړوي - ګران بیه لمبورګېني موټر ځغلوي، په ودونو کې ډېرې پیسې مصرفوي او کمیابه کورني ژوي ساتي. کریملین وايي دا کسان د روسیې له دولت سره مستقیمې اړیکي نه لري، خو کارپوهان باور لري چې انټرنېټي غلو ته په هېواد کې د فعالیت اجازه ورکول کېږي په دې شرط چې د روسي اتباعو پر ضد کوم فعالیت ونه کړي. پداسې حال کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو امنیتي چارواکی ادعاکوی چې له دغو غلو څخه د نورو دولتونو پرخلاف کار اخیستل کېږي.
ډسمبر - راډیواکټیف غاړکۍ
سږکال د واکسینونو، کوېډ او سیاست په برخو کې خورا ډېر ناسم معلومات خپاره شول.
ټکنالوژي هم د توطیو له نظریاتو څخه په امان کې نه وه، د تليفونونو پر ۵جي ټرانسمېټرونو یا خپروونکو دستګاو باندې بریدونه وشول او ځینو کسانو باور درلود چې خطرناکه راډیويي څپې خپروي.
داسې شواهد نشته چې د څپو دغه خپروونکې وسایل دې خطرناکه راډیويي څپې خپرې کړي،یا دې خلکوته زیان ورسوي، خو د ناسمو معلوماتو له امله یو لړ تولیدات بازار ته راووتل چې ادعاکېږي خلک له زیان رسوونکو راډیويي څپو ساتي.
بي بي سي پخوا په دې اړه راپورونه خپاره کړي وو، پرامازون د راډیويي څپو ضد توکي خرڅېدل، د یواېس بي په بڼه یوه اله هم وه چې د بریتانیا د سوداګریزو معیارونو ادارې لخوا دروغجنه وبلل شوه.
د کال په وروستیو کې، د ۵جي پرضد یوه غاړه کۍ هم وموندل شوه چې ادعا کېده د زیان رسوونکو راډیويي څپو مخه نیسي. خو د هالنډ د اټومي خوندیتوب او د راډیويي زیان رسوونکو څپوڅخه د ساتنې ادارې چارواکو ومونده چې دا غاړه کۍ په خپله راډیويي وړانګې خپروي او بدن ته زیان رسولای شي.