تور مرګ: پوهانو "د وبا لومړنی قرباني" وپېژانده

د عکس سرچینه، Dominik Goldner, BGAEU, Berlin
پوهان دې پایلې ته رسېدلي چې یو سړی څه باندې ۵۰۰۰ کاله مخکې ښايي د هغې وبا له کبله مړ شوی وي چې وروسته دا وبا د "تور مرګ" په نوم مشهوره شوه.
په جرمني کې د (کیل) پوهنتون ډاکټر بن کراوس کیورا د دغه ۵۳۰۰ کاله مخکې مړه شوي سړي د پاتې شونو په اړه ویلي، هغه : "د پېژندل شوې وبا لومړنی قرباني و".
دا وبا پر څوارلسمه میلادي پېړۍ اروپا کې خپره شوه، چې نژدې نیمايي نفوس یې له منځه یووړ.
د وبا او ناروغۍ دا څپه څو پېړۍ روانه وه چې میلیونونه انسانان یې ووژل.
پراخه ناروغي

د عکس سرچینه، Dominik Goldner, BGAEU, Berlin
دا سړی له دریو نورو کسانو سره په لاتویا کې ښخ شوی وو.
څېړونکو یې د هډوکو او څلورو غاښونو د ډي اېن اې او د باکټریا او وېروسونو په اړه څېړنې وکړې.
دوی ومونده چې یو ښکاري - د شل کلنۍ په عمر کې - د وبا په یوه لرغونې بڼه اخته شوی و، چې لامل یې د یرسینیا بسټیس په نامه باکټریا وه.
ډاکتر کراوس کیورا دا حقیقت ته نږدې ګڼي چې ښايي دغه کس کوم ځناور داړلی وي او باکټریا یې څو ورځې یا یوه اونۍ وروسته د مرګ لامل شوې وي.

د عکس سرچینه، Harald Lubke, ZBSA, Schloss Gottorf
پوهان وايي د وبا دا پخوانۍ بڼه په اروپا کې د کرنې د دودېدو له پېر - له کابو اوه میلیون کلونو راهیسې پیل شوې ده.
دوی وايي ښايي د وخت په تېرېدو دغه باکټریا له حیواناتو انسانانو ته لېږدېدلې ده خو په پراخه کچه د ناروغۍ د خپرېدو لامل شوې نه ده.
ځینې پر دې اند دي چې د وبا دا پخوانۍ بڼه ډېره ورو له اروپا نه اسیا ته خپره شوې ده.
داسې شکونه هم شته چې ګنې دې وبايي باکټریا په لوېدیځه اروپا کې د وګړو شمېر کم کړ.




















