تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مکافې انټي وېروس بنستګر زندان کې مړ موندل شوی
د الکټرونیکي وېروس پر وړاندې د یوه مشهور پروګرام بنسټګر او سوداګر جان مکافې د اسپانیا بارسلونا په یوه زندان کې مړ موندل شوی.
نوموړی څو ساعته وروسته تر هغه مړ موندل شوی چې د اسپانیا محکمې امریکا ته د هغه د لېږدولو امر وکړ. پر ده له مالیې د تېښتې تورونه وو.
په کتلونیا کې د عدلیې وزارت ویلي، د زندان ډاکټرانو له هغه سره د مرستې هڅه وکړه، خو بریالي نه شول.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي "هرڅه پر دې دلالت کوي چې" ګنې جان مکافې ځان وژلی دی.
"مکافې" شرکت د کمپیوټري وېروسونو پر وړاندې لومړنی انټي وېروس بازار ته راویوست.
مخکې له دې چې مکافې انټي وېروس د (انټل) شرکت ملکیت وګرځي، مکافې وېروس سکن د کمپیوټري نړۍ د صنعت په څو میلیارده ډالر ګټه کې مرسته کړې وه، چې بالاخره په پای کې انټل شرکت په ۷٫۶ میلیارد ډالر واخیست.
مکافې د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر میاشت کې اسپانیا کې په دې تور ونیول شو چې ګنې د څلورو کلونو عوایدو مالیه یې پوره نه ده ورکړې.
د امریکا عدلیې وزارت هم پر جان مکافې له مالیې د تېښتې تور لګولی دی.
پر هغه دا تور هم و چې ګنې د یوې بېړۍ او ملکیتونو رانیولو معاملې یې پټې ساتلې دي او په نورو نومونو یې دا معاملې کړې دي.
د اسپانیا یوې محکمې د چارشنبې په ګهیځ امریکا ته د هغه د لېږلو امر وکړ چې پر ځان لګېدلو تورونو ته همالته ځواب ووايي.
جان مکافې بریتانیا کې زیږېدلی او د تېرې پېړۍ ۸۰مو کلونو کې هغه مال ډېر مشهور شو چې د (مکافې وېروس) پروګرام او یو شرکت یې جوړ کړل.
که څه هم نوموړی د کمپیوټري سیستم په نړۍ کې مخکښ ګڼل کېږي، خو مکافې مخکې بي بي سي ته منلې وه چې هېڅ پروګرام یې د خپلو کمپیوټرونو په ګټه نه دی کارولی.
په ۲۰۱۳ کال هغه د بي بي سي خبریال لیو کیلیون ته ویلي وو: "زه تل د پروټوکول انټرنېټ سرلیک بدلولو له لارې ځان ساتم او په هېڅ هغه سیستم کې ځان نه اچوم چې کاروم یې او هېڅ داسې وېبپاڼې نه پرانیځم چې د وېروس سرچینه پکې وي- لکه د لوڅو فلمونو وېبپاڼې."
مکافې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له لیبرال ګوند کاندید شوی و چې په دواړو ټاکنو کې پاتې راغی.
هغه په ۲۰۱۹ کال له مالیې د تېښتې تورونه رد کړل او پر ټویټر یې لیکلي وو چې پر ده حساب شوې مالیه ناقانونه ده.
په همدې کال نوموړی په ډومنیکن جمهوریت کې د لنډې مودې لپاره په دې ګومان بندي شوی و چې ګنې هېواد ته یې وسلې راوړې دي.