د پاکستان اورګاډو ټکر کې ۴۳ کسان ووژل او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شول

پوځ هم د خلکو ژغورلو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، پوځ هم د خلکو ژغورلو هڅه کوي.
د خپرېدو وخت

د پاکستان سیند صوبې ګوټکي سیمې ته نږدې د سرسید ایکسپرېس او ملت ایکسپرېس اورګاډو په ټکر کې ۴۳ کسان ووژل او تر ۱۰۰ ډېر ټپيان شول.

د ریډیو پاکستان د خبر له مخې پېښه نن ( د جون ۷) سهار وختې شوې او د مړو د ډېرېدو وېره شته.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ټوېټر کې پر دې پېښه خواشیني څرګندولو سره زیاتوي:

"د پټلۍ وزیر د پېښې ځای ته تللی، ټپیانو ته د طبي مرستې او د وژل شویو خپلوانو سره د مرستې باوري کولو لارښوونه ورته شوې ده. "

د رپوټونو له مخې سخت ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او په ډبو کې د ایسارو مساپرو د اېستلو هڅې روانې دي.

MUNIR AHMED

د عکس سرچینه، MUNIR AHMED

د سیند اعلی وزیر مراد علي شاه له ځايي چاراکو غوښتي چې ډبو کې د ایسارو کسانو د اېستلو لپاره سملاسي لاس په کار شي.

نوموړي مساپرو ته د لنډمهالي استوګنځي او خوراک څښاک برابرولو غوښتنه هم کړې ده.

ویل کېږي ملت ایکسپرېس له کراچۍ سرګودا او سرسید ایکسپرېس له روالپنډۍ کراچۍ ته روان و.

دې ټکر سره د ملت ایکسپرېس اته او د سرسید ایکسپرېس د انجن په ګډون درې ډبې له پټلۍ وغورځېدې.

له دې پېښې وروسته پر دغه پټلۍ د اورګاډو تګ راتګ ځنډول شوی دی.

د خلکو غبرګون

پاکستان کې د اورګاډو سفر خوندي نه بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې د اورګاډو سفر خوندي نه بلل کېږي.

د خواله رسنیو کارن پر دې پېښه خواشیني ښيي او د چارواکو د استعفا او رڼو پلټنه غوښتنه کوي.

راجه اعجاز احمد لیکي: "زه د پټلۍ وزیر استعفا غواړم، ځکه اوس د پټلۍ د ټکر پېښې دود ګرځېدلی دی. "

نوموړی زیاتوي، "د پټلۍ اوسني وزیر په مشرۍ د دې پېښې په تړاو رڼې پلټنې ناشونې دي. "

د مسلم لیګ نون ګوند یو مشر محسن رانجا د تحریک انصاف ګوند پر حکومت نیوکې سره لیکي: "پخواني حکومت کې چې داسې پېښه کېده، له وزیرانو د استعفا غوښتلو دود و، خو پته نشته چې اوسنی استعفا غوښتونکی ولې خاموش دی. "

بل کارن لیکي: "نه پوهېږم مسوول څوک دی، خو رڼې پلټنې غواړو. "

یو بل لیکي: "اوس ۲۰۲۱ کال دی، خو لا هم پاکستان کې د اورګاډي پېښې کېږي. "

پاکستان کې د اورګاډو پېښې

د ۲۰۱۹ کال اکټوبر: د پاکستان اورګاډي کې اور ۷۴ کسان ووژل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۱۹ کال اکټوبر: د پاکستان اورګاډي کې اور ۷۴ کسان ووژل.

وروستي کلونه د پاکستان پټلۍ کې ګڼې پېښې کېږي او ډېرو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

تېر مارچ کې هم له کراچۍ لاهور ته تلونکی اورګاډی له پټلۍ وغړېد چې له امله یې ۳۰ کسان ټپي او یو ووژل شو.

د تېر کال فرورۍ کې هم د پاکستان سیند صوبه کې له کراچۍ لاهور ته تلونکي اورګاډي او بس ټکر کې ۲۲ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۹ کال اکټوبر پر ۳۱ د پنجاب رحیمیار خان کې له کراچۍ راولپنډۍ ته تلونکي اورګاډي کې اور لګېدو سره ۷۴ کسان ووژل شول.