یونایټډ هوايي شرکت غواړي تر ۲۰۲۹ کال د سپرلۍ 'تر غږ چټکې' الوتکې ولري

د خپرېدو وخت

یونایټډ هوايي شرکت اعلان کړی چې غواړي تر ۲۰۲۹ کال پورې ۱۵ تر غږ چټکې د سپرلۍ الوتکې وپېري او هوايي چلن ته بیا چټکتیا وروبښي.

تر غږ د چټکو الوتکو هوايي سفرونو په ۲۰۰۳ کال تر هغې وروسته پای وموند چې فرانس او بریتیش هوايي شرکتونو د کانکورډ الوتکو کارونه ودروله.

دغه نوې د سپرلۍ جټ الوتکې به په دېنور کې د بوم په نوم شرکت لخوا جوړې شي.

دغه شرکت تر اوسه خپلې تر غږ چټکې الوتکې عملا نه دي ازمویلي.

یونایټډ هوايي شرکت د دغو جټ الوتکو پېرل په دې پورې تړلي چې جوړېدو کې یې د خوندیتوب معیارونه پام کې نیول کېږي.

تر غږ چټکې الوتکې څنګه وي؟

تر غږ چټکه الوتنه داسې وي چې یوه الوتکه ۶۰ زره فوټه لوړتیا کې په یوه ساعت کې تر ۱۰۶۰ کیلومترو چټک الوت وکړي.

د سپرلۍ معمولي الوتکې ښايي وکړای شي چې په یوه ساعت کې تر ۹۰۰ کیلومتره سفر وکړي، خو بوم شرکت پام کې لري چې په یوه ساعت کې د ۱۰۸۰ کیلومترو په چټکتیا الوتکې جوړې کړي.

له دومره چټکتیا سره د لندن او نیویارک ترمنځ د الوتنې وخت شاوخوا نیمېږي.

کانکورډ په ۱۹۷۶ کال خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه. د دغو الوتکو چټکتیا په ساعت کې ۱۳۵۰ کیلومترو ته رسېده.

ننګونې څه دي؟

تر غږ چټکې الوتکې له دوو عمده اندېښنو سره ملې دي: لوړ غږ او ککړتیا.

تر غږ چټکه الوتنه داسې غږ رامنځ ته کوي چې پر ځمکه د تندر پرېوتلو او یا چاودنې په څېر اورېدل کېږي.

دا غږ د دغو الوتکو د تګ راتګ لوری او سیمه محدودوي. دا ډول الوتکې یوازې هغه مهال چټک مزل کوي چې تر استوګنیزو سیمو لرې او د سمندر د پاسه وي.

بوم شرکت وايي ډاډمن دی چې د دوی لخوا جوړېدونکې جټ الوتکې به تر عادي الوتکو لوړ غږ نه تولیدوي. دغه شرکت خپل نوم همدې ټکي ته په کتو ایښی دی.

تر غږ د چټکو الوتکو په اړه دویمه اندېښنه د سونتوکو د ډېر مصرف ده.

د بوم شرکت سوداګرۍ څانګې مسئولې کاټي ساویټ بي بي سي ته وویل د دې لپاره چې تر غږ چټک والوځئ، ډېرې انرژۍ او ډېرو تیلو ته اړتیا لرئ.

خو هغې هیله وښوده چې د دوی لخوا ډیزاین شوې الوتکې به د چاپیریال د ککړتیا لامل ونه ګرځي.