تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوه نښتي فلسطیني ماشومان بریالیتوب سره بېل شول
دغه دوې نجونې چې فرح او حنین نومیږي د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض پاچا عبدالله روغتون کې عملیات شوي دي.
دغه دواړې د خیټې او د تنې لاندې له یو بل سره نښتې وې، خو زړه او ځیګر یې بیا بېل وو. فرح او حنین د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې (درې میاشتې وړاندې) دې نړۍ ته راغلې وې.
د دغو ماشومانو پلار له هغه وروسته سعودي عربستان ته لاړ چې د غزې ډاکټرانو ورته وویلي وو، د لوڼو ژوند یې په خطر کې دی.
هغوی د ۲۰۱۷ کال په ډیسمبر کې د اردن له لارې سعودي عربستان ته لاړل.
جراحانو د سعودي لخوا په خپاره شوي بیان کې ویلي، دغه عملیات په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي.
په دغه بیان کې راغلي، دغو جراحانو یاد عملیات په نهو پړاوونو کې وکړل، چې د فرح او حنین کولمي او ځیګر یې ګډ ول او سره جلا یې کړل.
په غزه کې د دغو دوو فلسطیني غبرګونو د پېچلي وضعیت لپاره هېڅ ډول اړوند چمتووالی نه و.
ملګري ملتونه وایي په سیمه کې د روغتیا وضعیت د اقتصادي خنډونو، تاوتریخوالي، د فلسطینانو ترمنځ د اختلافاتو او د بودیجې د کموالي له امله مخ په خرابېدو دی.
اسرائیل او مصر له یوې لسیزې راهیسې د غزې تړنګه د ځمکې او اوبو لاندې کلا بنده کړې. دوی دا کار ځکه کړی چې ګني په سیمه کې د وسله والو د اوښتو او بریدونو مخه ونیسي.