معاصرو ریاضیاتو څرنګه له یوه ورک شوي اسلامي کتابتون سرچینه اخیستې ده؟

    • Author, اډریېن برنهارډ
    • دنده, بي بي سي فیوچر
  • د خپرېدو وخت

یوه معتبر اسلامي کتابتون څو پېړۍ وړاندې عربي شمېرې او اعداد نړۍ ته ور وپېژندل.

که څه هم دغه کتابتون څو پېړۍ وړاندې تري تم شوی خو د ریاضیاتو انقلاب یې بیا هم زموږ نړۍ بدله کړه.

د بیت الحکمه (فکر کور) په نوم له دغه لرغوني کتابتون چې په دیارلسمه پېړۍ کې ویجاړ شوی، هېڅ نښه نه ده راپاتې او اوس ان په ډاډمنه توګه دا هم نشو ویلی چې دغه کتابتون چېرته موقعیت درلود او څه ډول و.

خو دغه معتبره اکاډیمي په حقیقت کې د زرین اسلامي پېر پر مهال بغداد کې یو ستر فکري مرکز او د مشترک صفر او اوسنیو 'عربي' شمېرو په څېر د ریاضیکي مفاهیمو زانګو وه.

د بیت الحکمه بنسټ د ۸مې پېړۍ وروستیو کې د خلیفه هارون الرشید د خصوصي مجموعې په توګه کېښودل شو، خو درې لسیزې وروسته په یوې عمومي اکاډیمۍ واوښت او داسې ښکاري چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې پوهان د بغداد پر لور ورمات کړل.

د بغداد تانده فکري تنده او د بیان ازادي (مسلمانو، یهودي او عیسوي عالمانو ته هلته د زدکړې اجازه وه) هغه څه وو چې دوی یې دغه ښار ته راکښل.

بیت الحکمه اوسنی وخت لندن کې د برټېش کتابتون او یا د پاریس ملي کتابتون په اندازه د ارشیف په درلودلو سره د ریاضیاتو، نجوم، طب، کیمیا، جغرافیا، فلسفې، ادبیاتو، هنرونو او دغه راز د کیمیاګرۍ او فال بینۍ په ګډون د بېلابېلو علومو د زده کړې په یوه بې ساري مرکز اوښتی و.

خو یو شی څرګند دی: دغه کاډیمۍ د فرهنګي ریسانس پیلوونکې ده چې د ریاضیاتو لوری یې په بشپړ ډول بدل کړ.

بیت الحکمه په ۱۲۵۸ زېږدیز کال د مغلو د کلابندۍ پر مهال ویجاړه شوه.

(د افسانو له مخې د خطي نسخو دومره اثار دجلې سیند ته وغورځول شول چې رنګ یې د سیند ټولې اوبه تورې کړې).

خو بیا هم هلته ترسره شویو څېړنو او موندنو داسې پیاوړې او صریح ریاضیکي ژبه راوپېژنده چې وروسته اسلامي امپراتورۍ، اروپا او بالاخره ټولې نړۍ تایید او منله.

د بیت الحکمه میراث

په سارې پوهنتون کې د فیزیک استاد جیم الخلیلي وايي: "هغه څه چې موږ ته باید مهم وي، په دې اړه کره جزییات نه دي چې د بیت الحکمه څه وخت او چېرته جوړه شوې ده. تر دې ډېر په زړه پورې پخپله د عملي مفکورو تاریخ او دا دي چې څنګه هغو ته وده ورکړ شوې ده."

د بیت الحکمه د ریاضیاتو د میراث موندلو لپاره د راتلونکي وخت څېړنې ته اړتیا ده.

د ایټالیا د ریسانس تر ظهور پورې څو پېړۍ، اروپا کې د ریاضیاتو په تړاو یو نوم د ژبو په سر و، لیونارډو ده پیزا، چې تر مړینې وروسته په فیبوناچي پېژندل کېږي.

دغه ایټالوی ریاضیپوه په ۱۱۷۰ کال پیزا کې زېږېدلی او لومړنۍ زدکړې یې بوګیا کې کړي چې د افریقا د باربري سواحلو کې یو سوداګریز مرکز و.

فیبوناچي چې د فارس له لارې له هند څخه ورغلو نظریو جلب کړی و، د خپل عمر د دویمې لسیزې لومړیو کې منځني ختیځ ته سفر وکړ.

فیبوناچي ایټالیا ته له ګرځېدو وروسته لېبر اباچي (د محاسبې کتاب) خپور کړ.

دغه کتاب د هندو-عربي اعدادو سیستم په اړه له لومړیو اروپايي کارونو ګڼل کېږي.

کله چې لېبر باچي په ۱۲۰۲ کال راووت، ډېر کم روڼ اندي له هندو-عربي اعدادو سره بلد ول او اروپايي سوداګر او پوهانو لا هم په رومي اعداد حسابونه کول.

رومي اعدادو ضرب او تقسیم خورا ستونزمن کړی و.

فیبوناچي د خپل داېرالمعارفي کار لومړي څپرکې کې د ماشومانو لخوا اوسمهال ښوونځیو کې زده کېدونکو شمېرو ته په اشارې سره ولیکل: "څوک چې د محاسبې په هنر او د هغه په ظرافت او نبوغ پوهېدو ته لیوال وي، باید ځان د لاسي شکلونو په حساب پوه کړي."

هغه زیاته کړې وه چې "له دغو نهو ارقامو او (0) نښې سره چې صفر بلل کېږي، هر ډول څومره شمېر چې وغواړو لیکل کېږي."

او په دې توګه د ټولو لپاره یو ناڅاپه ریاضیات په کارنده ډول د لاسرسي وړ وګرځېدل.

د فیبوناچي ستر نبوغ یوازې د یوه ریاضیپوه په توګه د هغه پنځونه نه، بلکې د محاسبې د هغو فرمولونو، د اعشاریې د رقم سیستم او الجبر د ګټو دقیق درک هم وه چې مسلمان پوهان له پېړیو راهیسې ورسره بلد ول.

په حقیقت کې لېبر اباچي په بشپړ ډول نهمه پېړۍ کې د تېر شوي ریاضیپوه الخوارزمي پر لوګارتونو باندې ولاړ و.

د هغه انقلابي رسالې د لومړي ځل لپاره د دویمې درجې معادلاتو د حل لپاره سیستماتیک لارې وړاندې کړې.

الخوارزمي په دې برخه کې د موندنو له کبله د الجبر پلار نومول کېږي.

هغه دغه علم ته د عربي ژبې (الجبر) لغت وکاراوه چې د مات شي رغولو ته یې وايي.

الخوارزمي په ۸۲۱ کال بیت الحکمه کې د منجم او د کتابتون مسئول وټاکل شو.

هغه مسلمانې نړۍ ته د عشاري ارقامو سیستم ور وپېژاند، چې خلیلي وايي وروسته "لیونارډو ده پیزا اروپا ته د هغه په لېږدولو کې مرسته وکړه"

د سارې پوهنتون استاز جیم الخلیلي وايي: " ډېر استدلال کوي چې بیت الحکمه هغومره ستره هم نه وه چې اوس ډېرو خلکو ته ښکاري - خو له هغه (علمي مرکز) سره د خوارزمي په څېر د کسانو تړاو چې په ریاضیاتو، نجوم او جغرافیه کې د بنسټیز کار مخینه لري، ما ته د دې پیاوړی ثبوت ښکاري چې بیت الحکمه یوې واقعي اکاډمۍ ته نږدې مرکز و، نه یوازې د ژباړل شویو کتابونو زېرمتون."

په دغه کتابتون پوهانو او ژباړنو د دې لپاره زیار کېښ چې خپل کارونه د عامه لاسرسي او ګټه اخیستو وړ وګرځوي.

د بریتانیا اوپن پوهنتون کې د ریاضیاتو د تاریخ استاد جون بارو ګرین وايي: "بیت الحکمه په نبسټیز ډول مهم دی، ځکه د همدغه ځای د ژباړو له کبله ده - عربي پوهانو پکې یوناني نظریې په بومي هغو ژباړلې - چې موږ د خپل ریاضیکي درک اساس او بنسټ ږدو.

لرغونو سوداګرو چې به غوښتل 'دوه پسونه' ولیکي نو په خټین لوښي يې دوه پسونه کښلی شول، خو که خبره د 'شلو پسونو' وای، دا کار عملي نه و.

روان کال د فیبوناچي د زوکړې له ۸۵۰ کلیزې سره برابرېږي. دا ښايي د رومي اعدادو د لمنځه تګ خطر هم وګڼل شي.

بریتانیا کې له دې وېرې چې زدکوونکي او محصلان به انالوګ سیستم په بشپړ ډول هیر کړي، ټولګیو کې د ډیجیټل پر ځای د رومي اعدادو ساعتونه څړول شوي دي.

د نړۍ ځینو سیمو کې حکومتونو رومي اعداد د سړکونو له نښو، ادرسونو او رسمي اسنادو ایستلي دي، او هالیوډ هم نور خپلو ټایټلونو کې رومي اعداد نه کاروي.

له موږ ډېر ښايي له MMXX شکل پر څه ونه پوهېږي (معنی یې ۲۰۲۰ ده)، خو د فیبوناچي له نوم سره یو څه بلد اوسو.

دا کیسه نږدې زر کاله وړاندې هغه مهال چې لودیځوالو مسیحیانو په چورلټ فکري تیاره کې وخت تیراوه، د یوې شاهي ماڼۍ له کتابتون راپیلېږي.

د لیونارډو ده پیزا ریاضیکي ونډه هم پکې همدومره ده چې اوس ښايي ډېر کم ښوونځیو کې تدریس شي.

دا کیسه باید د ریاضیاتو برخه کې د اورپا په محوریت زموږ څرخېدونکي لید سم کړي او د ساینسي علومو برخه کې د اسلامي نړۍ پر لاسته راونو رڼا واچوي.