د ټایم مجلې د کال غوره ماشومه غواړي ''د نړۍ ستونزې هوارې کړې''

د خپرېدو وخت

یوه کم عمره پېغله ساینسپوهه او نوښتګره چې په لومړي ځل د ټایم مجلې له خوا د کال د ماشومې په توګه نومول شوې وايي، هیله منه ده چې نور هم وهڅوۍ چې ''د نړۍ د ستونزو د هوارولو '' له طرحو سره رامخې ته شي.

۱۵ کلنې ګیتاانجلي راو ځیني تخنیکي وسایل کشف او جوړ کړي چې یوه اله په کې داسې هم ده چې کولای شي د څښاک اوبو کې سروپ معلوم کړي.

دې پېغلې یو داسې اپلیکېشن هم جوړ کړی چې کولای شي د انټرنېټ له لارې ځورول کېدل پیدا او په ګوته کړي.

ګیتاانجلي په امریکا کې د پنځه زره ماشومانو له ډلې د کال د ماشومې لقب ته د ټایم مجلې غوره کړې ده.

هغه وايي، '' که یو کار زه کولای شم، تاسو یې هم کولای شئ، هر څوک یې کولای شي. ''

د ټايم مجلې لپاره په یوې مرکې کې ګیتا انجلي د بشري چارو سفیرې او فلم ستورې انجلینا جولي ته وویل هغه د نورو 'عادي ساینسپوهانو ' په څېر نه ښکاري.

''زه چې پر تلویزون هرڅه وینم د یو زوړ ساینسپوه وي، ډېر ځله د سپین پوستي ساینسپوه وي. ''

''زما هدف یوازې دا نه دی چې خپل تخنیکي وسایل جوړ کړم چې د نړۍ ستونزې پرې هوارې کړم بلکې نور هم وهڅوم چې رامخې ته شي او زما په څېر چارې ترسره کړي، ځکه زما خپله شخصي تجربه ده چې کله چې تاسو د ځان په ځېر یو بل څوک و نه وینئ ستونزمنه وي چې رامخې ته شئ. ''

ګیتاانجلي چې د امریکا په کالاراډو کې اوسېږي ویلي اوس مهال په نړۍ کې ګنې داسې ستونزې شته چې باید هوارې شي.

هغې له ټایم مجلې سره په مرکه کې وویل:

''زموږ نسل له ګڼو داسې ستونزو سره مخامخ دی چې مخکې موږ هېڅکله نه دي لیدلي، په ورته وخت کې ځینې نورې ستونزې هم شته چې له پخوا نه پاتې دي. لکه اوسنۍ نړیواله وبا او د بشري حقونو په برخه کې ځینې ستونزې. ځینې ستونزې داسې دي چې موږ نه دي جوړې کړې خو موږ ورسره مخامخ یو او باید هوارې یې کړو، لکه د اقلیم د بدلون او پر انټرنېټ د ځورول کېدو ستونزه چې باید د ټکنالوژۍ په مټ هوارې شي. ''

د ټایم مجلې د ګیتاانجلي نوښتونو ته د درناوي په پار هغې ته د کال د ماشومې لقب ورکړی او د هغې تصویر یې د مجلې پر لومړي مخ خپور کړی دی.

تر دې وړاندې ګیتاانجلي د 'امریکا د ځوانې ساینسپوهې ' په توګه په دې خاطر نومول شوې وه چې داسې یوه اله یې جوړه کړې چې کولای شي په کم لګښت او چټکۍ سره اوبه معلومې کړي چې د څښاک دي او کنه.

ټایم مجله ۱۹۷۲ کال راهیسې د کال غوره کس اعلانوي او وروسته یې د کال غوره شخصیت اعلانول هم پیل کړل.

تېر کال ټایم مجلې سویډنۍ ګریټا تنبرګ ته چې د اقلیم د بدلون په اړه یې ایښوونکې وینا وکړه د کال د ځوان کس لقب ورکړ.

خو دا لومړی ځل دی چې ټایم مجلې د کال د ماشومې لقب ګیتا انجلي ته ورکړی دی. دغه راز په پام کې ده چې ټایم مجله بله اونۍ د ۲۰۲۰ کال شخصیت هم اعلان کړي.