داسې اپلیکېشن چې له کورونا وېروس مو خوندي ساتي

Coronavirus app

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا اپلیکېشن د بلو ټوت پر مټ کار کوي او د موثریت لپاره یې باید ګڼ شمېر کسان ډاونلوډ کړي
د خپرېدو وخت

د بریتانیا د روغتیا ملي اداره په پام کې لري چې د کورونا وېروس د دویمې څپې د مخنیوي په موخه د ناروغانو د تعقیب لپاره په آیل آف وایټ ټاپو کې د ځیرک تیلیفون یو اپلیکیشن عملي کړي.

د دغه هېواد د ترانسپورټ وزیر ګرنټ شپس ویلي دا ټاپو د دې نوي اپلیکشن د پیل لپاره ټاکل شوی او وروسته به د روانې میاشتې په اوږدو کې د هېواد نورو سیمو کې هم وکارول شي.

هغه بي بي سي ته وویل حکومت به له ټولو خلکو وغواړي چې دا اپلیکیشن ډاونلوډ کړي او له دې لارې به د ده په وینا د ناروغۍ مخنیوي یا ناروغانو تعقیب کې ډېره مرسته وشي.

د دې اپلیکیشن د مؤثریت لپاره اړتیا ده چې له پنځوس سلنې تر شپیته سلنې بریتانویان یې باید ډاونلوډ کړي.

حکومت ژمنه کړې چې د دې اپلیکیشن د فعالولو لپاره به ۱۸۰۰۰ کسان وګوماري.

بریتانوي چارواکو اوس د لګول شویو محدودیتونو نرمولو په اړه غور ترڅنګ د ناروغانو تعقیب ته مخه کړې ده.

د اپلیکېشن د کار طریقه:

دا اپلیکیشن چې بلوټوت کاروي، وړیا دی او په ځیرکو تیلیفونونو کې فعالیږي.

کله چې د دې اپلیکېشن دوه کاروونکي یا درلودونکي یو بل ته نږدې کېږي، یا د یو بل له څنګه تېرېږي، دا نږدې کېدل د اپلیکېشن په حافظه کې ثبتېږي.

که د دې اپلیکشن کوم کارکوونکی د کورونا وېروس نښې پیدا کړي نو د خپل اپلیکېشن له لارې دا خبره اعلانوي.

Isle of Wight

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بریتانیا حکومت لومړی په آیل آف وایټ ټاپو کې دا اپلیکېشن ازمایل غواړي

له دې سره د اپلیکېشن هغو کاروونکو ته له یوه نامعلوم لوري خبرداری ورکول چې په دې وروستیو کې له ناروغ شوي کس سره فزیکي تماس نیولی.

په دې سره دا کسان کولی شي چې قرنطین شي او یا یې طبي معاینه وشي.

وړاندې ویل شوي وو چې په هغو سیمو کې چې دا اپلیکیشن په کې ازمایل کیږي ښايي ځینې محدودیتونه له وخت وړاندې نرم کړل شي.

د یادولو ده چې دا سیسټم څو ورځې وړاندې په اسټرالیا کې هم پیل شو او د نورو کوټلو ګامونو ترڅنګ سویلي کوریا وکولی شول چې د ناروغانو تعقیب لپاره له کورونا ويروس سره بریالۍ مبارزه وکړي.

سویلي کوریا په لومړۍ کې له چین وروسته په نړۍ کې د کورونا ویروس ټرټولو ډېرې مثبتې پېښې لرلې، خو تېره اوونۍ په لومړي ځل دغه هېواد کې هیڅ مثبته پېښه ثبت نه شوه.