د نړۍ تر ټولو لویې الوتکې لومړنی الوت

د عکس سرچینه، Getty Images
الوتک جوړونکې بویېنګ کمپنۍ د دوو انجنو د تر ټولو لویې الوتکې ۷۷۷ اېکس لومړنۍ ازمایښتي الوتنه په بریالیتوب سره بشبړه کړه.
تېر کال د بویېنګ ۷۳۷ میکس الوتکو پېښو کې ۳۴۶ کسان ووژل شول او اوس دا کمپنۍ مارکېټ کې د خپل نوم د ښه والي هڅه کوي.
د دې الوتکې دا الوتنه هم د خپل نوم بهترولو یوه هڅه وه.
الوتکه له سیاټل پورته او څلور ګړۍ هوا کې وه.
له دې مخکې د تېرې اونۍ لومړیو کې د سختې هوا له امله دا ازمایښتي الوت دوه ځل ځنډول شوی و.
راتلونکی کال د امارات هوايي کرښه کې تر شاملېدو مخکې پکار ده دا الوتکه نور ازمایښتونه هم وکړي.
۷۷۷ اېکس الوتکه ۲۵۲ فوټه اوږده ده او روان کال یې هوا ته پورته کول پکار و، خو د څو تخنیکي ستونزو له امله وځنډېده.
د بویېنګ ۷۷۷ اېکس الوتکه د دې شرکت د کامیابې جمبو۷۷۷ یو لوی او ډېر اغېزناک ماډل دی، چې د نړۍ تر ټولو لوی سوداګریز انجن لري.
د دې الوتکې د مارکېټنګ مشر وینډ سوورز وايي، دا ټولې ځانګړتیاوې هغه څه ښيي چې موږ یې د کمپنۍ په ډول کولی شو.
بویېنګ وايي، دا الوتکه ۴۴۲ میلیونه ډالر بیه لري او ۳۰۹ یې پلورلې دي.
دا الوتکه د ایربس اې ۱۰۰۰-۳۵۰ سره سیالي کوي چې ۳۶۰ مساپر پکې ځایېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بویېنګ د خپلې ۷۳۷ مکس الوتکو د پېښې له امله له ستونزه سره مخ ده، چې دواړه پېښې د تېر کال پنځو میاشتو کې وشوې.
لومړۍ پېښه د ۲۰۱۸ اکتوبر کې اندونیزیا او بله هم مارچ کې په ایتوپیا کې وشوه.
پر کمپنۍ تور دی چې د الوتکو پلورلو کې بیړې کولو سره یې د خوندیتوب هڅې له پامه غورځولې او اوس د دې تور پلټنې کېږي.
کمپنۍ هڅه کوي چې ۷۳۷ مکس د الوت لپاره بیا منظورې کړي.
۷۳۷ مکس چې د بویېنګ تر ټولو ډېرپلورې( ډېره پلورل کېدونکې) الوتکه وه، د بدنامېدو له امله یې دې کمپنۍ ته تر اوسه له نهه میلیارد ډالرو ډېر تاوان رسېدلی دی.


















