یوګنډا کې له یو میلیون ډېر نیمګړي کانډومونه بېرته ټول شول

.

د عکس سرچینه، MARIE STOPES UGANDA

د عکس تشریح، ماريي سټوپس په یوګنډا کې هره میاشت له ۱۵ تر ۲۰ لکو کانډومونه وېشي.
د خپرېدو وخت

وتلې خیریه اداره مېري سټوپس وايي، یوګنډا کې یې له یو میلیون یا لس لکو ډېر وېشلي کاڼدومونه بېرته ټول کړي، ځکه د کارولو په هکله یې له خلکو سره اندېښنې وې.

د یوګنډا د درملو ملي اداره اې ډي اې وايي، هند کې جوړ کانډوم ازمویلو سره ور مالومه شوه چې ځینې سوري دي او د شلېدلو وېره یې هم وه.

مېري سټوپس له ۳۵ ډېرو هېوادونو کې د مېندوارۍ درولو توکي او د کورنۍ پلان خدمتونه برابروي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، د یوګنډا شپږ سلنه خلک اېچ ای وي نیولي.

د یوې بلې څېړنې له مخې دغه هېواد کې یوازې ۱۱ سلنه کسان د پلان له مخې بچي زېږوي.

مېري سټوپس په یوګنډا کې هره میاشت له ۱۵ تر ۲۰ لکو کانډومونه وېشي.

دې ادارې بي بي سي ته وویل، دا منو او دا لومړی ځل دی چې زموږ دې هېوادني پروګرام کې یو ځل داسې پېښږې چې دا شیان واپس ټولوو.

دا کانډومونه له هغه وروسته ټولېږي چې د اکټوبر پر ۳۰ د یوګنډا درملو ادارې ماريي سټوپس ته ولیکل، "د لایف ګارډ دوه کانډومونه له معیار سره برابر نه دي."

مېري سټوپس وايي، له یوګنډا درمل ادارې سره ګډې بېړنۍ څېړنې کوي، چې د دې لړ محصولاتو کیفیت وکتل شي او زموږ د خدمتونو لوړ کیفیت خوندي پاتې شي.

دوی وايي دا ډاډمنوي چې تر یو میلیون ډېر کانډومونه له بازار ټولوي، خو تراوسه تر نیمايي ډېر ټول شوي دي.