تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په نړۍ کې تر ټولو قوي کامره لرونکی موبایل
د چین د ټیکنالوجۍ لوی شرکت "شاومي" په نړۍ کې تر ټولو د قوي (۱۰۸ مېګا پېکسله) کامرې لرونکي ټیلېفون رایستلو اعلان کړی دی.
په کامره کې د سامسنګ شرکت د حسګر دقت کارول شوی دی.
دواړه شرکتونه وايي، ددې کامرې ګټه دا ده چې "په ټولو جزییاتو سره زښت ډېر دقیق انځور" اخلي.
دغه نوي ځیرک ټیلیفون ته "پرو پریمیم CC9" نوم ورکړل شوی چې اوسمهال د چین په بازارونو کې موندل کېږي او بیه یې شاوخوا ۴۰۰ ډالر ټاکل شوې ده.
شاومي شرکت وايي، د همدې موبایل ځانګړتیاوې به په خپل Mi Note 10 ځیرک موبایل کې هم وکاروي چې په وینا یې ډېر به وپلورل شي.
شاومي شرکت اوسمهال په نړۍ کې د موبایل د ډېر خرڅلاو له اړخه څلورم شرکت دی، چې د موبایلونو د خرڅلاو بازار په سلو کې ۹٫۱ ونډه یې خپله کړې ده.
تر اوسه تر ۱۰۰ مېګا پېکسله ډېرې دقت لرونکې کامرې نه دي جوړې شوې، که جوړې شوې هم دي بیه یې لسګونه زره پاونډه اېښودل شوې ده.
شاومي شرکت وړاندې اعلان کړی و چې په خپل Mi Mix Alpha ګرځنده ټیلیفون کې به هم ۱۰۸ مېګا پېکسله کامره ولګوي.
خو دا موبایل چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې د رایستلو اعلان وکړ، ډېر مینه وال پیدا نه کړ، ځکه چې بیه یې ۲۹۰۰ ډالره وه، همدا وو چې تر راتلونکې ډیسمبر میاشتې مخکې یې بازار ته رایستل وځنډېدل.