د لادرکه کسانو موندلو لپاره ډرون کامرې کارېږي

د خپرېدو وخت

په سکاټلنډ کې پولیسو د لادرکه او له خطر سره مخ کسانو د موندلو لپاره د ډرون کامرو نوی سیستم معرفي کړی. د کامرو دا پرمختللی سیستم کولی شي د ۱۵۰ مترو له واټنه هم هغه کسان په ګوته کړي چې پولیس یا کورنۍ یې په لټه کې وي.

په دې نوي سیسټم کې کارېدلی سافټ ویر یا پوستکالی پر موبایل تیلیفون هم کارېدلی شي.

د سکاټلنډ د پولیسو چارواکي وایي، دا ډرون کامرې یو ډول ځانګړي سېنسرونه لري، چې د وګړو په پېژندنه کې مرسته کوي. دا کامره له بره نه د څېرو پېژندنه کې مرسته کوي او د "ترمل اېمجنګ" یا بدن حرارت په مرسته هم عکس اخیستلی شي.

چارواکي وایي، دا سیستم به د هغو کسانو په موندلو کې مرسته وکړي چې ورک شوي او مرستې ته اړتیا لري.

دا نوی سیستم د سکاټلنډ پولیسو، د لویدیځ سکاټلنډ پوهنتون او تېلز شرکت په همکارۍ جوړ شوی دی. د دې سیستم جوړوونکي وایي، دا ډرون کامره په هوا کې د یوه پړکېدونکي شنه څراغ په څېر ښکاري.

هغه مالومات چې دا کامرې یې راټولي، په سملاسي توګه پروسز یا ارزول کېږي او په پلټنو یا لټون کې مرسته کوي.

چارواکي وایي، دا ډرون کامرې کولی شي چې په روان حالت کې هم مطلوب کس، حیوان یا موټر د یو څو عکسونو له اخیستو وروسته وپېژني.

سیستم داسې کار کوي چې لومړی د ورک شوي کس یا مطلوب موټر عکس سیستم ته اچول کېږي. له دې وروسته دا ډرون کامرې له هوا نه لاندې د تلونکو خلکو یا نورو شیانو څېرې یا ظاهري شکل ګوري، او هغه څېره په نښه کوي چې په سیستم کې خوندي شوي عکس ته ورته وي.

جوړوونکي یې وایي، دا سیستم ډېر ارزانه دی او د کارولو لپاره یې یوازې دوه کسان پکار دي.

یو کس باید د رېموټ په مرسته په هوا کې ډرون کامره کنترول کړي، او دویم کس باید پر کمپیوټر یا موبایل تیلیفون سافټ ویر یا پوستکالی وچلوي او مطلوب کس یا بل شی پیدا کړي.