هغه دندې چې دروغ ویل په کې ګټه رسوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, کرسيین رو
- دنده, بي بي سي ورک لایف
- د خپرېدو وخت
"زه پر یوې خبرې اعتراف کوم: زه کافي دروغ وایم"
زه د شیانو پیل یا پای ته دروغ وایم، چې خلک یا خپل ځان خراب احساس نه کړم او په میلیونونو دفتري او ټولنیزې وړو لارو د اسانه کولو لپاره دروغ وایو.
موږ تر یوې کچې پوهېږو چې هغه خلک موږ سره کار کوي دروغ راته وايي.
داسې هم نه کیږي چې د هغه ورځ دې ښه تېره شوي وي، دوی د کار په اړه خوښ وي او یا هم له هغه کاره خوښ وي چې پرمختګ یې پکې کړی وي.

د عکس سرچینه، Alamy Stock Photo
د دروغو ویل په مزاج پورې نغښتې که د دندې د غځېدا پورې؟ د یوه نوي څېړنې پراساس ځینو سکتورونو کې د دروغو خپرېدا خلک په دې باوري کوي چې د رښتیاوو لپاره انعطاف منونکي خلک د نورو په پرتله خپله دنده ښه ترسره کوي.
په دنده یا کار کې درواغجن چلندونه
په عمومي ډول د کار پرځای دوکې ورکولو ته خلک په منفي نظر ګوري، که له چا دروغ ویل کیږي نو هدف یې دا دی چې هغه ښايي په خپل کار کې رښتینی نه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
درغلي یا دوکه کولی شي د دفتر دودیز باور او همکاري زیانمنه کړي، خود امریکايي څېړونکو براین سي ګونیا او ایما اې لیون د څېړنو پر بنسټ په دندو کې د درغلي لپاره معافیتونه شته چې باید د پیرودونکو پرځای د توکو پر پلور تمرکز وشي.
د بازارموندنې په برخه کې، د 'پیرودونکي لارښود' هدف د پېرودونکو اړتیاوو پوره کول دي، په داسې حال کې چې د 'پلورلارښود' د شرکت خپل اهداف رانغاړي. سکټروونه لکه 'د پلور او پانګوونې بانکداري' د شرکت د اهدافو لپاره پیژندل شوي که څه هم په رښتیا شونې ده چې پلورونکي دقیق وي.

د عکس سرچینه، James Boardman / Alamy Stock Photo
څيړونکو هر یو ګونیا او لیون له زده کوونکو وغوښتل چې د دوی په څېړنه کې شامل شوي له ۵۰۰ ډیر سوداګريزې مقالې ولولي څو شرکتونه ددوی د لیدلورو پر بنسټ د دوی وړتیاوې درجه بندي کړي.
په څېړنه کې ښکېل خلک په دې باور وو چې درغلي کوونکي به دندې ته ډېرمناسب وي چې دا به شرکت ته ګټه ورسوي او دوی غوره ګڼلې وه چې دا ډول کسان استخدام کړي.
د بېلګې په ډول ۸۴ سلنه خلکو پرېکړه کې چې په یوه شرکت کې درغلي کوونکي وګماري څو شرکتې موخې پوره کړي، په داسې حال کې چې ۷۵ سلنه رښتینې خلک یې ګمارلي څو دا شرکت لږه ګټه وکړي او پېرودونکي یې ډېره.

د عکس سرچینه، Alamy Stock Photo
پایلې یې په زړه پورې خو مستندې نه دي' ددې دلیل دا دی چې په څېړنه کې ښکېلو خلکو ته کمې پیسې ورکړل شوي'.
دا هم څرګنده نه ده چې ایا د هغو کسانو باورونه چې په سروې کې یې برخه اخيستې باید د مدیرانو د استخدام کړنې منعکسې کړي.
په دې اړه ګډ دلیلونه شته چې ایا د 'پېرودونکي لارښود' ډېر اغېزناک دی که د 'پلورونکي لارښود'. په هرصورت د پېرودونکي تمایل دروند دی کله چې محصول پلورل کېږي.
دروغ ویل یو طبعي عادت دی، فیلسوف ډیویډ لیونګسټون سمیټ په خپل کتاب کې "ولې موږ دروغ وایو: د استقامت تکثیر او د اجرت ذهن" کې لیکي: "ځواک له فریبه راوتلی دی".


















