تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان: د امنيتي ځواکونو پر مرکز برید کې لږ ترلږه دوه ساتونکي وژل شوي
د افغانستان او پاکستان تر منځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان په کلاسيف الله سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز د وسله والو بريد کې دوه امنيتي ځواکونه وژل شوي او دری نور ټپيان دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانکې (ای اېس پي ار) ويلي په پېښه کې دوه بريدګر هم وژل شوي دي.
د ای اېس پي ار له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د بريدګرو يوې ډلې په مسلم باغ سیمه کې د اېف سي پر مرکز بريد وکړ.
په مسلم باغ کې يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، بريد ځايي وخت د شپې ۲ بجې پيل شو چې د له سیمې د درنو چاودنو او ډزو غږونه هم اورېدل کېدل.
چارواکی وايي، ډزې د سهار تر ۱۱:۳۰ بجو پورې اورېدل کېدې. دی وايي سهار پوځي چورلکې سیمې ته ورسېدې او په هوا کې یې ګزمې کولې.
د مسلم باغ يوه اوسېدونکي وويل، د اېف سي پر مرکز د بريد له امله سوداګريز مرکزونه تړل شوي او د امنيتي ځواکونو مرکز ته ټولې لاړې تړل شوې دي.
د بلوچستان اعلی وزير مير عبدالقدونس بزنجو او د بلوچستان د کورنيو چارو وزير په مسلم باغ کې د امنيتي ځواکونو پر مرکز بريد غندلی دی.
نوموړي په خپلو بېلابېلو څرګندونو کې ويلي، د بلوچستان ولس له خپلو امنيتي ادارو سره ولاړ دي او هغه ورځ لېرې نه ده چې ترهګري په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.
تراوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی خو په وروستيو کې يو ځل بيا د بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې دا ډول امنيتي پېښې زياتې شوې چې تر ډېره يې ګوته پاکستاني طالبانو او بلوچ بېلتون پالو ډلو ته نيول کېږي.
د يادونې وړ ده چې مسلم باغ د کلاسيف الله برخه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ډېورنډ کرښې سره نژدې پرته ده. مسلم باغ د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره لېرې پروت دی.