د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې محکمې د سیمې لومړی وزیر نااهل وباله

سردار تنویر

د عکس سرچینه، TANVEERILYAS/FB

د خپرېدو وخت

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې عالي محکمې د دې سیمې لومړی وزیر سردار تنویر الیاس محکمې ته د سپکاوي یوه قضیه کې نااهل بللی دی.

ښاغلي الیاس ته دا سزا د محاکمې پای ته رسېدو تر مهاله ورکړل شوې.

د دولتي خبري اژانس اې پي پي په رپوټ کې ویل شوي، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر عالي محکمې د اپریل پر لسمه نېټه ښاغلی تنویر د سې شنبې ورځې لپاره د محکمې سپکاوي قضیه کې د سپیناوي لپاره غوښتی و.

د نوموړي خلاف دا قضیه په یوه عامه غونډه کې د (حکم امتناعي) جاري کولو پر تګلارې د نیوکو له کبله پیل شوې وه.

د محکمې قاضیانو په پرېکړه کې د مخکیني لومړي وزیر دوشنبې ورځې وینا ته په اشارې سره ویل شوي چې د قاضیانو په غونډه کې پر دې موضوع له اوږده بحث وروسته دا پرېکړه وشوه.

د محکمې په پرېکړه کې راغلي چې د قاضیانو په اند په ټول کې د ښاغلي تنویر رویه له سپکاوي ډکه وه.

د منصفه پلاوي دوو غړو قاضیانو لومړي وزیر ته د دوشنبې پر ورځ د محکمې پر وړاندې د خپل دریځ سپیناوي امر کړی و او دغه راز یې ویلي چې د دې قضیې په هکله به راتلونکي کې اورېدنه بشپړ قضايي پلاوی کوي.

د یادونې ده، چې سردار تنویر الیاس ویلي و، چې د محاکمو له لوري د سټې ارډر یا حکم امتناع جاري کولو تګلار د حکومت پر فعالیتونو خورا ناوړه اغېز کوي.