پاکستان کې د بیو لوړوالي ۴۸ کلن رېکارډ مات کړ

غریبي

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په پاکستان کې تېره فبرورۍ میاشت د انفلاسیون کچه ۳۱ اعشاریه پنځه سلنه ثبت شوې چې په دغه هېواد کې له ۱۹۷۵م کال را وروسته تر ټولو لوړه کچه ده.

له دې مخکې په پاکستان کې د ۱۹۷۵م کال اپرېل میاشت کې د قیمتۍ دا کچه ۲۹ اعشاریه درې سلنه ثبت شوې وه.

د سږ کال په لومړۍ جنوري میاشت کې هم د بیو د لوړوالي اندازه ۲۷،۷ سلنه وه.

په دغه هېواد کې د روان مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې بیا د بیو لوړوالي کچه ۲۶ اعشاریه ۱۹ سلنه ثبت شوې ده.

د فبرورۍ میاشت کې د پیسو د ارزښت ډېر ټیټېدل پدغه هېواد کې د خوراکي شیانو په بیو هم بد اغېز پرېښی او نرخونه خورا لوړ شوې.

په پاکستان کې د خوراکي شیانو په نرخونو کې ۴۵ فیصده لوړوالۍ ثبت شوی دی.

پاکستانۍ روپۍ

په ازاد بازار کې نن کلداره ۸ روپۍ نوره ولوېده

په همدې مهال نن پاکستان کې د ډالرو نرخ په ازاد بازار کې اته روپۍ او په مرکزي بانک کې ۴ اعشاریه ۶۱ لوړ و.

له دې نویو نرخونو سره د ډالرو پر وړاندې کلداره په انټربېنک کې ۲۶۶ اعشاریه ۱۱ او په ازاد بازار کې یو ډالر د ۲۷۵ کلدارو پر وړاندې بدلیده.

د صرافانو ټولنې په باور د کلدارو نرخ د پاکستان او پیسو نړیوال وجهي صندوق تر منځ په هوکړه لیک کې ځنډ له کبله غورځیدلی.

صرافانو ویلي دا ځنډ پر مارکېټ لا بدې اغېزې لرلی شي.

بلخوا بیا د پاکستان خزانې وزیر اسحاق ‌ډار د نفتي موادو په بیو کې لږ څه کموالی اعلان کړی. د حکومتي اعلان له مخې په دغه هېواد کې د پټرولو بیه له ۲۷۲ روپیو ۲۶۷ ته ټېټه شوې د ډيزلو نرخ نه دی بدل او د خاورې تېلو یو لېټر هم ۱۵ روپۍ ارزان شوی چې د نوي نرخ له مخې په ۱۸۷ اعشاریه ۷۳ خرڅیږي.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا ای اېم اېف یوه ډله له څه مودې راهیسې په پاکستان کې ده چې د هغه هېواد کړنې له نږدې و ارزوي.

pol

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان له دغه بنسټه لا پور غواړي خو د پیسو نړیوال صندوق ورته سخت شرایط ایښي دي.

تېره اونۍ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان وکړ چې د ای اېم اېف نویو شرایطو او غوښتنو ته په کتو به پاکستان کې نرخونه لا لوړ شي خو ویې ویل حکومت یې د ملي سپما پروګرام له لارې هڅه کوي د دغه هېواد خزانې ته ملیاردونه پیسې ورماتې کړي.

د پاکستان کابینې د دې کار لپاره پر لوړپوړو چارواکو شرایط سخت کړي او د ژوندانه د بڼې څرنګوالي لپاره یې ورته کرښې راښکلي دي.