تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملاله یوسفزۍ: زموږ مشران او پوځ باید د سوات په سوله کې رول ولوبوي
- Author, سحر بلوچ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
''موږ نه غواړو د سوات خلک یو ځل بیا د ترهګرۍ ښکار شي، هلته یو ځل بیا چاودنې او قتل عام پیل شي. زما هیله خو دا ده چې زموږ مشران، پوځي مشرتابه، هر څوک چې دي، خپل رول ولوبوي او په سوات کې سوله او ثبات ټینګ وساتي. ''
دا نوبل جایزه ګټونکې خیریه کارکوونکې ملالې یوسفزۍ خبرې دي، چې د پاکستان سند صوبه یا ایالت کې یې کړې دي.
ملالې یوسفزۍ له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې پاکستان ته پر خپل سفر، د وروستیو سېلابونو په هکله د مرستو لپاره غږ پورته کولو او په سوات کې د وروستي تاوتریخوالي په هکله غږېدلې ده. نوموړې یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: ''هغسې مې چې واورېدل، زما په پلرني ټاټوبي سوات کې د ماشومانو ښوونځي پر یوه ګاډي برید شوی، ډېره مایوسه شوم، یو ډارونکی وضعیت دی. ''
ملالې زیاته کړه چې ''د سوات خلک لا هم د تېر له پېښو د ځان سمبالولو هڅې کوي، د حکومت او مشرانو مسوولیت دی، چې هره ماشومه او ماشوم ځان خوندي محسوس کړي. ''
د یادونې ده، چې په سوات کې د ښوونځي پر یوه ګاډي د برید له کبله چلوونکی ووژل شو او یو شمېر ماشومان ټپیان شول. د هغې پېښې پر ضد سوات کې پراخ احتجاجونه وشول.
ملالې یوسفزۍ په دې هکله وویل: ''د سوات خلکو تل د بشري حقونو لپاره غږ پورته کړی. ما او زما پلار هغه وخت له سواته فعالیت پیل کړ، چې پاکستاني طالبانو هلته د نجونو پر ښوونځیو بندیز لګولی و. زه هغه وخت یوازې ۱۱ کلنه وم او د هغو بندیزونو له کبله مې نه شو کولای ښوونځي ته لاړه شم. اوس هم هغه بوږنونکې صحنې نه شم هېرولای. ''
نوموړې زیاتوي: ''زه د هغو ټولو خلکو ملاتړ کوم چې په لارو، کوڅو کې د سوات لپاره د سولې او ثبات خبره کوي. ''
ملاله د چهارشنبې پر ورځ د سند ایالت سېلاب ځپلې دادو سیمې ته تللې او هلته یې له ښځو او ماشومانو سره خبرې کړې. نوموړې وايي، هلته اوس هم داسې سلګونه زره خلک شته چې سملاسي مرستو ته اړتیا لري. نوموړې وايي، د دې خیریه ادارې تر اوسه د سېلاب ځپلو لپاره ۷ سوه زره ډالره بسپنه ټوله کړې ده.
ملاله وايي: ''اوس باید موږ له ویناوو مخکې لاړ شو. موږ باید هڅه وکړو، چې بېلا بېل هېوادونه له پاکستان سره مرسته وکړي، که څه هم ځینو هېوادونو مرستې کړې، خو دا د اړتیا پرتله خورا لږ دي. ''
نوموړې زیاته کړه، اندېښمنه ده، چې هسې نه د وخت له تېرېدو سره د پاکستان سېلاب ځپلي له نړیوالو هېر شي یا یې یوازې د خبرو تر حده په یاد وي، اړینه ده، چې له خلکو سره مرسته د عمل په ډګر کې ولیدل شي.