تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ډیورنډ کرښه نښته کې افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې
افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ منلې چې تېره ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دا نښته د پکتیا د ډنډې پټان ولسوالۍ کې شوې ده.
طالبانو په دې تړاو لنډه اعلامیه کې ویلي، پاکستاني پوځیانو هڅه کوله پر کرښه تاسیسات جوړ کړي، او کله چې طالبانو ورسره د خبرو هڅه وکړه نو پاکستاني پوځیانو پرې ډزې وکړې.
طالبان وايي، په دې ډزو کې د دوی کسانو ته تلفات واوښتل او بیا ځوابي ډزې هم وشوې، او کیدای شي په ځوابي ډزو کې پاکستاني پوځیانو ته تلفات هم اوښتي وي.
خو د پاکستان پوځ سه شنبه ناوخته ویلي وو، د خیبرپښتونخوا کرمې ایجنسۍ کې یې پر ډیورنډ کرښه وسله والو سره نښته کې درې پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې "ای اېس پي ار" لخوا یوه خپره شوې اعلامېه کې راغلي چې دا نښته خرلاچۍ سیمه کې شوې او ګواګې وسله والو د افغانستان له خاورې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې.
اعلامیه کې زیاته شوې چې د کره استخباراتي رپوټونو له مخې د ډزو تبادله کې وسله والو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده.
دې اعلامیه کې راغلي "د ترهګرو لخوا د پاکستان خلاف اقداماتو لپاره د افغانستان خاورې کارېدل" په کلکه غندو او د افغانستان له حکومت غواړو چې "راتلونکې کې د داسې کړنو ترسره کېدو ته اجازه ور نه کړي."
د پاکستان پر پوځ سربېره د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم یوه بیان کې دا برید غندلی او غوښتنه یې کړې چې د طالبانو حکومت باید ترهګر د خپلې خاورې له کارېدو راوګرځوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستاني لوري دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې به وار وار ویلي نه پرېږدي د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نړۍ خلاف وکارول شي.
د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تحریک "ټي ټي پي" ترمنځ د سولې خبرو او اعلان شوي اوربند له ماتېدو وروسته د خیبرپښتونخوا بېلابېلو سیمو کې بریدونه او د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.
په دې لړ کې سې شنبه د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ پر دې خونړۍ نښته سربېره سوات کې په یوه چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي.
پولیسو د دې چاودنې قربانیان د ځايي امن کمېټۍ غړی ادریس خان او د هغه ساتونکي وژل بللي وو.
د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د سولې خبرو منځګړیتوب افغانستان کې د طالبانو حکومت کاوه.