د خیبر پښتونخوا په سوات کې 'یوې چاودنې پنځه کسان وژلي'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د خیبر پښتونخوا په سوات کې ځايي چارواکي وايي، په یوه چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې په رپوټ کې د ځايي پولیسو له قوله ویل شوي، په دې چاودنه کې د ځايي امن کمېټۍ غړی ادریس خان او د هغه ساتونکي وژل شوي دي، چې د ځايي پولیسو سرتېري وو.

د یادونې ده، چې د امن یا کلیو دفاع کمېټې په ۲۰۰۷ کال کې پر سوات د پاکستاني طالبانو له واکمنېدو وروسته جوړې شوې وې. د ډان په رپوټ کې د پولیسو ځايي مشر (ایس ایچ او) له قوله ویل شوي، لومړني معلومات ښيي چې چاودنه په بره بانډۍ سیمه کې له لېرې واټنه د ریموټ کنټرول لارې شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دا پېښه غندلې او په یوه ټویټر پیغام کې وايي، ''داسې پېښې د زغملو نه دي، پر ضد به یې مبارزه وشي. ''

ښاغلي پښتین په خپل پیغام کې زیاته کړې: ''له دوو ورځو راهیسې له لکي مروت سیمو هم د ناامنیو رپوټونه ورکړل شوي، ایا دا و د دولت مذاکرات؟ ''

د نېشنل دیموکراتیک ګوند مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې غړي محسن دوړ په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ویلي: ترهګرو ته د زموږ د خلکو وینې په بیه امتیازات ورکړل شوي دي. د نور هېواد خلک په پښتونخوا کې د وینې تویدنې په هکله په مجرمانه انداز پټه خوله دي.

پېښه له ځايي وخت سره سم ماښام مهال په داسې حال کې شوې، چې ښاغلی خان له خپلو ساتونکو سره پر لار و، او په کوټ کټايي سیمه کې یې د سپرلۍ موټر له پېښې سره مخامخ شو.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر وايي، له څه مودې راهیسې په سوات او ملا کنډ سیمو کې د پاکستاني طالبانو بیا فعالېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

له دې مخکې پاکستاني طالبانو په همدې سیمه کې د پولیسو او پوځ ځینې سرتېري تښتولي وو، چې وروسته یې د ځايي مخورو په منځګړیتوب خوشي کړل. د دې سیمې تر څنګ په شاوخوا سیمو کې هم ځايي اوسېدونکي وايي، د وسله والو فعالیتونه ډېر شوي دي.