پر ډیورنډ کرښه نښته کې افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې

ر

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ منلې چې تېره ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دا نښته د پکتیا د ډنډې پټان ولسوالۍ کې شوې ده.

طالبانو په دې تړاو لنډه اعلامیه کې ویلي، پاکستاني پوځیانو هڅه کوله پر کرښه تاسیسات جوړ کړي، او کله چې طالبانو ورسره د خبرو هڅه وکړه نو پاکستاني پوځیانو پرې ډزې وکړې.

طالبان وايي، په دې ډزو کې د دوی کسانو ته تلفات واوښتل او بیا ځوابي ډزې هم وشوې، او کیدای شي په ځوابي ډزو کې پاکستاني پوځیانو ته تلفات هم اوښتي وي.

خو د پاکستان پوځ سه شنبه ناوخته ویلي وو، د خیبرپښتونخوا کرمې ایجنسۍ کې یې پر ډیورنډ کرښه وسله والو سره نښته کې درې پوځیان وژل شوي‌ دي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې "ای اېس پي ار" لخوا یوه خپره شوې اعلامېه کې راغلي‌ چې دا نښته خرلاچۍ سیمه کې شوې او ګواګې وسله والو د افغانستان له خاورې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې.

اعلامیه کې زیاته شوې چې د کره استخباراتي‌ رپوټونو له مخې د ډزو تبادله کې وسله والو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده.

دې اعلامیه کې راغلي "د ترهګرو لخوا د پاکستان خلاف اقداماتو لپاره د افغانستان خاورې کارېدل" په کلکه غندو او د افغانستان له حکومت غواړو چې "راتلونکې کې د داسې کړنو ترسره کېدو ته اجازه ور نه کړي."

د پاکستان پر پوځ سربېره د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم یوه بیان کې دا برید غندلی او غوښتنه یې کړې چې د طالبانو حکومت باید ترهګر د خپلې خاورې له کارېدو راوګرځوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستاني لوري دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې به وار وار ویلي نه پرېږدي د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نړۍ خلاف وکارول شي.

د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تحریک "ټي‌ ټي پي" ترمنځ د سولې خبرو او اعلان شوي اوربند له ماتېدو وروسته د خیبرپښتونخوا بېلابېلو سیمو کې بریدونه او د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

په دې لړ کې سې شنبه د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ پر دې خونړۍ نښته سربېره سوات کې په یوه چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي.

پولیسو د دې چاودنې قربانیان د ځايي امن کمېټۍ غړی ادریس خان او د هغه ساتونکي وژل بللي وو.

د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د سولې خبرو منځګړیتوب افغانستان کې د طالبانو حکومت کاوه.