تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي وزیرستان کې نښته؛ ۵ پاکستاني پوځيان او ۴ وسله وال وژل شوي
د خیبرپښتونخوا شمالي وزیرستان کې یوه نښته کې پنځه پاکستاني پوځیان او څلور وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر "ای اېس پي ار" یوه اعلامیه کې ویلي دا "سخته نښته" تر هغې وروسته وشوه چې د دوی پوځیانو د استخباراتي مالوماتو له مخې د شمالي وزیرستان بویا سیمه کې عملیات وکړل.
دې اعلامیه کې راغلي چې د دوی په وژل شویو پوځیانو کې د 'عبدالولي وزیر' په نوم یو جګړن دی چې د واڼه اصلي اوسېدونکی دی.
د پاکستان پوځ ويلي دغه وسله وال سیمه کې د امنیتي ځواکونو خلاف ترهګریزو فعالیتونو او د ملکي خلکو وژلو کې ښکېل وو.
ای اېس پي ار زیاته کړې چې له وژل شویو وسله والو یو شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.
په ورته وخت پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د پوځ د یوې بلې اعلامې له مخې وايي چې امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان میرعلي کې هم د استخباراتي اطلاعاتو له مخې ورته عملیات کړي چې د طفیل په نوم یو وسله وال قوماندان پکې وژل شوی دی.
ای ایس پي ار ویلي دغه وسله وال قوماندان میرعلي او شاوخوا سیمو کې په بېلابېلو چاودنو او ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود.
اعلامیه کې دا هم راغلي چې پاکستاني ځواکونه به د وسله والو له حضوره د دې سیمې د پاکولو عملیاتو ته دوام ورکوي.
د پاکستاني طالبانو تحریک "ټي ټي پي" او سیمه کې نورو فعالو وسله والو ډلو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا له بېلابېلو سیمو هلته یو ځل بیا د وسله والو د حضور او فعالیت د پراخېدو خبرونه ورکول کېږي.