خیبر پښتونخوا کې د پیسو راکړې ورکړې یوه شخړه په مذهبي تاوتریخوالي اوښتې

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني چارواکي وايي، د کورمې ایجنسۍ په صده بازار کې د سوداګرو تر منځ د پیسو راکړې ورکړې په ترڅ کې سخت او توند بحث په تاوتریخوالی بدل شوی او د ډزو پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
پاکستان کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان وايي، په دې تاوتریخوالي کې چې وروسته یې مذهبي بڼه خپله کړه ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
د شپې ناوخته یوه ځايي چارواکي وویل، پولیس او ملېشه ځواک د پېښې ځای ته رسېدلي، د شپې مهال یې ګرځبندیز پلی کړی، ګزمې کوي او وضعیت یې اوس کنټرول کړی دی.
ځايي چارواکي وايي، ماسپښین مهال د دوو سوداګرو تر منځ چې یو یې شیعه او بل سني مذهبه دی، د راکړې ورکړې پر موضوع توند بحث هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت چې یوه لوري له سپکاوي ډکې خبرې وکړې او له هغه وروسته ځايي خلکو د هغه سوداګر پر دکان هم د ډبرو ګوزارونه وکړل، چې شخړه کې ښکېل یوه شیعه مذهبه کس پکې پناه اخیستې وه.

د ځايي چارواکي په وینا په همدې اړودوړ کې ډزې هم شوې، چې پایله کې یې یو پنځلس کلن هلک او بل پنځه ویشت کلن کس وژل شوی دی.
پارېدلي خلک د پولیسو ځايي مرکز ته هم ورغلي او هلته ولاړ ګاډي یې سوځولي دي. له دې مخکې صدر بازار ته نژدې ذیشان حیدر نومی ځوان د ډزو پېښو کې وژل شوی و.
د یادونې ده، چې په سیمه کې له دې مخکې هم د هدفي وژنو پېښې شوې دي.
د کورمې او پاړه چنار سیمو کې د مذهبي تاوتریخوالي پېښې مخکې هم شوې دي او یو مهال په دې سیمه کې تاوتریخوالی دومره ډېر شوی و، چې ځايي خلکو به د امنیتي ځواکونو په بدرګه سفر کاوه.



















