د کارګل جګړه؛ هغه "ورک شوي" پاکستاني پوځیان چې هېڅ کله بېرته ستانه نه شول

    • Author, فرحت جاوید
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

شیوک هغه سیند دی چې له هندوستانه سرچینه اخلي، د بلتستان له لارې پاکستان ته وربهېږي او د مرګ سیند په نوم هم مشهور دی. دا سیند د هند او پاکستان تر منځ ډېرو جګړو یوازنی او خاموشه شاهد دی چې د ډېرو مړو وير یې په ځان کې رانغښتی. د شیوک سیند د هند تر ولکې لاندې لداخ سيمې تېرېږي او د بلتستان له لارې ګاونډيپاکستان ته وربهېږي ، د لفظ له مخې هم شیوک د "مرګ" مانا لري.له نن ۲۳ کاله مخکې د شیوک د څپو شور د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې شور او د توپونو په غږونو کې ورک شو.هغه مهال د سیند د شور پر ځای د توپونو غږ تر لرو سیمو اورېدل کېده.د جګړو په شپو او ورځو کې د یاد سیند په کنګلونو او شاوخوا واوره کې د انسانانو کنګل شوي جسدونه تر سترګو کېدل.

په دغو مړو کې یو هم د پاکستان پوځي مشر جګړن فرحت حسیب حیدر او بل یې هم د هند د پوځ جګړن حنیف الدین و.

د کارګل جګړې د عملیاتو وروستۍ ورځې وې، چې د دواړو خواو سلګونه پوځیان د ځمکې په لوړو او ژورو کې د مرګ تر سیوري لاندې په سخته جګړه بوخت وو.

دغه عملیات په هند کې د ویجا او په پاکستان کې د کوه پیما عملیاتو په نوم یادېدل.

جګړه په څو سیمو کې هم مهاله روانه وه چې یوه سیمه یې هم د شیوک سیند غاړه وه.

جګړن فرحت د پاکستان د 7 NLI لوا افسر و او جګړن حنیف د هند د یوولس راجپوتانه کنډک اړوند و. دوی دواړو په دوو جلا جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سختې هوا، پيچلو لارو، د دواړو پوځونو ترمنځ روانې جګړې او پرله پسې ډزو د دوی جسدونو ته رسېدل ناشونی کړل.

کپتان فرحت حسیب:"تر اخره یې په زړورتیا جګړه وکړه"

کپتان یا ټولی مشر فرحت حسیب د هندي پوځ پروړاندې ځوابي برید پیل کړ.

له هغه سره ۱۱ سرتیري ورسره وو او دی د همدې ټولي مشر و. دوی خپل هدف په څو ساعتونو کې ترلاسه کړ او په جګړه کې ۲۴ هندي پوځیان ووژل شول.

مخکې له دې چې دوی د جګړې په اور کې لولپه شوې سیمې څخه خوندي ځای ته ستانه شي، په لوړو څوکو کې له هندي پوستو ډزې پیل شوې. دوی هم بېرته د توپخانې ډزې پرې وکړې. په دې برید کې له دوو پاکستاني پوځیانو پرته بل څوک ژوندی پاتې نه شو.

له دغو کسانو یې هم یو وروسته مړ شو. یوازنی ژوندی پاتې شوی محمد سلیمان و چې وايي، فرحت حسیب په زړورتیا سره 'تر پایه جګړه وکړه'.

په همدې سیمه کې او له دې پېښې یوازې درې ورځې وړاندې هندی پوځي حنیف الدین هم له پاکستاني پوځیانو نه د پوستې بېرته نیولو لپاره په جګړه بوخت و. د هند پوځ هڅه کوله چې د ترتوک په څنډو کې جوړې شوې پوستې بېرته ونیسي.

جګړن حنيف الدين هم د يوه زړور سرتیري په توګه جګړه وکړه خو خپلې موخې ته ونه رسېد او پوسته يې ترلاسه نه کړه.

پاکستاني پوځیانو د دوی برید په شا وتمباوه او حنیف الدین له خپلو ملګرو سره ووژل شو.

دا هغه سیمه وه چې د هند په واک کې وه او د دوی جسدونه د څو اونیو پورې د شیوک سیند په غاړه په یخ کې پراته وو.

هغه سرتېري چې مړي یې خاورو ته وسپارل شول

د هند او پاکستان تر منځ جګړه د ۱۹۹۹ کال د مئ او جولای تر منځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر په کارګل سیمه کې د کنټرول کرښې په اوږدو کې شوې وه.

په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې کره شمېرې په لاس کې نشته، خو د هند تر ۵۰۰ ډېر پوځیان پکې وژل شوي او د پاکستان هغو شمېر د ۳۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ اټکل شوی دی.

د ۱۹۹۹ کال د کارګل جګړه ولې او څنګه پیل شوه، په اړه یې ډېر څه لیکل شوي او ویل شوي، خو دا جګړه یو انساني اړخ هم لري چې ډېر پام نه دی ورته شوی.

اوس ۲۳ کاله وروسته لا هم داسې کورنۍ شته چې جګړې ته د تللیو عزیزانو په انتظار ناستې دي.

د دوی د مرګ خبر ورته رسیدلی خو جسدونه یې لا نه دي پیدا کړي.

د دغو وژل شویو سرتېرو جسدونه زرګونه فوټه لوړ پر واورو پوښلو غرونو کې له سترګو پناه او خښ شوي دي.

د یادولو ده چې د دغو پوځيانو د شمېر په اړه کره مالومات په رسمي ډول نه دي تائید شوي خو په دې اړه د انټرنېټي شمېرو له مخې د پاکستان پوځ ۲۵ سرتېري وژل شوي، چې له ډلې یې څلور لادرکه دي چې "لادرکه شهیدان" ګڼل کېږي.

په دوی کې د تیمور ملک مړی یو څه موده وروسته پاکستان ترلاسه کړ خو د عمار حسین او فرحت حسیب نومونه د هغو کسانو په نوملړ کې دي چې مړي یې لا نه دي موندل شوي.

دا چې ولې د دغو پوځيانو مړي نه دي راوړل شوي او د هغوی پر کورنيو څه تېرېږي؟ په دغه رپوټ کې له ځينو هغو کورنيو او پخوانيو پوځيانو سره غږېدلي یو چې لا هم د پاکستان په پوځ کې دنده لري او د کارګل په جګړه کې نېغ په نېغه ښکېل وو.

کپتان عمار حسین؛ د کرنل شېرخان ملګری و چې راستون نه شو

تاسو به د کرنل شېرخان نوم اورېدلی وي چې د کارګل په جګړه کې یې زړورتیا پخپله د هند د پوځ لخوا هم ستایل شوې وه.

هغه ته د پاکستان تر ټولو لوړ پوځي مډال "نشان حیدر" هم ورکړل شوی و، خو د کرنل شېرخان د ژوند په دې وروستۍ جګړه کې له هغه سره یو بل سرتېری هم و چې مړی یې ورک دی.

هغه عمار حسین و. داسې انګېرل کېږي چې کپتان عمار حسین به هلته د جګړې په سیمه کې خښ شوی وي.

که د کپتان عمار کور ته ننوځئ نو د هغه عکسونه او مډالونه به د ناستې په خونه کې ووینئ. د عمار مور کله د هغه وروستۍ لیدنه یادوي، کله د جګړې پر مهال د هغه د زړورتیا کیسې کوي او کله هم د پخواني پوځي جنرال پروېز مشرف ژمنې یادوي چې پوره یې نه کړې.

عمار حسین د جون پر ۱۴ مه وروستی ځل له خپلې مور سره ولیدل.

مور یې وايي، "هغه شپه زما لپاره د ارام وروستۍ شپه وه. هغه راته وویل، چې مورې! ته کېنه، زه به پښې چاپي کړم. هغه هر وخت زما پښې چاپي کولې. کله چې د جون په ۱۵مه زنګ راغی، زه اندېښمنه شوم. ما ورته وویل چې تا ولې خپل ځای بدل کړ؟ هغه زما مخې ته پر ځمکه کېناست او راته یې وویل، چې مورې، نو تا بیا ولې پوځ ته استولم، خو چیرې به دې په کوم دوکان کې کېنولی وم".

د جون پر ۱۵ مه د عمار حسین رخصتي وځنډول شوه او هغه بېرته د پوځ ادارې وروغوښت.

مور یې وايي، "په هغه شپه عمار زما څنګ ته ناست و او د بانک د چک ټوله کتابچه یې لاسلیک کړه. په دې وخت کې زما له سترګو اوښکې تویې شوې. ما هڅه کړې چې هېڅ وخت خپله کمزورتیا د خپلو ماشومانو مخې ته په ډاګه کړم. هغه زما د اوښکو په ليدو زما پر اوږه لاس کېښود او ويې ويل، چې مورې ته ډېره زړوره يې".

د دې سفر په لړ کې عمار حسین له شېرخان سره یو ځای شو او ملګری و.

دوی دواړه د پاکستان په پوځي اکاډمي کې سره ملګري شوي وو او په یوه کوټه کې هم اوسېدل. دوی او نورو پوځي ملګرو یې دفاعي کرښې جوړې کړې خو هندي پوځیانو د دوی کرښې ورماتې کړې. یوازې د دوی په پوسته کې شاوخوا ۲۳ پوځیان وو.

د شېرخان او عمار وروستي عملیات

جګړن شېرخان او جګړن عمار حسين او نور ملګري یې په جګړه بوخت وو. د جولای پر څلورمه نېټه جګړن شېرخان د خپل ملګري جګړن عمار لیدو ته ورغی. بل سهار ته دوی پلان درلود چې پر هندي پوځیانو برید وکړي.

یو پوځي چارواکی اشفاق حسین په خپل کتاب کې لیکي چې په هغه شپه یې ټول عسکر راټول کړل او د شهادت په اړه یې وینا وکړه. د سهار پنځه بجې يې لمونځ ادا کړ او له جګړن عمار سره یې په ګډه بريد پیل کړ.

په دې اړه د جګړن عمار مور د هغې ورځې کیسه د نورو پوځیانو له خولې داسې کوي:

"اقبال راته وويل چې عمار ټوله شپه وېښ و. پوځي لیکې یې منظمې کړې. شېرخان د شپې راغی. عمار لمونځ ادا کړ او مونږ پوځي ډلې د پوستې په شاوخوا کې د هند کمربندونه ویجاړ کړل او بېرته راغلو. سهار وختي و. د هندي پوځ ډزې او هوايي بریدونه پیل شول. عمار بېرته راغی او ویې ویل شېرخانه پاڅه، ډیر ناوخته دی. شېرخان وويل، اول لمونځ وکړه، بيا عمار وويل: نه، موږ به پورته لوړو کې لمونځ وکړو. یوه بل سرتیري وویل چې اوس خو رڼا شوې ده، شېرخان ورته وویل: څه د ډارنو په شان خبرې کوې؟ او له همدې خبرې سره اوه یا اته ځوانان ورسره شول. له دې وروسته کله به چې دوی جګړې ته ولاړل نو شهیدان به شول. په پای کې شېرخان او عمار پاتې شول. دوی د هندیانو په پنډغالي ور روان وو، که دوی لاسونه پورته کړي وای نو دوی شاید نه وای وژل شوي خو دوی تسلیم نه شول او په دوی د سپکو او درنو وسلو ډزې کېدلې او شهیدان شول. عمار په سر، سینه او پښه لګېدلی و".