پاکستاني پوځ د خپل یو تښتول شوي افسر وژل کېدل تائید کړل

فائل فوٹو
د عکس تشریح، رپوټونو کې ویل شوي، وسله والو پوځي افسر د کوټې او زیارت تر منځ د لارې اوږدو کې تښتولی و.
    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي کوټه
  • د خپرېدو وخت

پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو تایید کړې، چې د بلوچستان له زیارت سیمې تښتول شوي ډګروال لایق بېګ مرزا وژل شوی دی. ډګروال بېګ په کوټه کې د کورجوړولو پوځي ادارې ډي ایچ اې یوه افسر په توګه دنده لرله، چې د جولای ۱۲ او ۱۳ مې تر منځ شپې مهال تښتول شوی و.

له دې مخکې پنجشنبه سهار د بلوچستان بېلتونپالو (بي ایل اې) په یوه اعلامیه کې د ډګروال لئیق تښتولو مسوولیت منلی و او په وینا یې نور تفصیل به وروسته خپور کړي.

د پاکستان پوځ رسنیزې څانګې ای اېس پي ار په یوه اعلامیه کې د نوموړي وژل کېدو تاييد تر څنګ ویلي، د چټک غبرګون کوماندو پوځیانو په چورلکو کې د سړي تښتوونکو تعاقب کاوه، او وسله والو ''د محاصره کېدو له ډاره ډګروال لئیق وواژه. ''

د ای اېس پي ار په اعلامیه کې ویل شوي، لس یا دوولس وسله والو له ډګروال لئیق سره د هغه یو خپلوان عمر هم تښتولی و.

په اعلامیه کې زیاته شوې، له پوځیانو سره په متقابلو ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي او پاتې نور په داسې حال کې په تېښه بریالي شول، چې عمر یې هم له ځان سره بیولی دی.

میر عبدالقدوس بزنجو
د عکس تشریح، د بلوچستان اعلی وزیر میر عبدالقدوس بزنجو وايي، دوی د پېښې پلټنه کوي.

ای اېس پي ار چارواکي وايي، په سیمه کې د دوی چاڼیز عملیات دوام لري.

د بلوچستان صوبې اعلی وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، د پوځي افسر تښتولو او وژلو هدف د وېرې او ترهې چاپېریال رامنځته کول دي.

د بلوچستان ایالتي حکومت چارواکي وايي، پېښه د زیارت په ورچوم سیمه کې رامنځته شوې.

ځینې رپوټونه وايي، وسله والو کسانو د زیارت او کوټې تر منځ سفر کوونکي ګاډي تالاشي کول او پوځي افسر یې له همدې ګاډو کوز کړی او له ځان سره بیولی و.

زیارت د بلوچستان له مرکز کوټې نژدې ۱۵۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري، چې په رخصتیو کې معمولاً ډېر خلک د سېل او ساعت تېري لپاره ورځي.

زیارت د بلوچستان له نسبتاً ارامو سیمو یوه بلله کېږي، خو له دې مخکې پکې یو ځل وسله والو کسانو د پاکستان موسس محمد علي جناح پر مېشت ځای برید کړی و.

د ۲۰۱۳ کال هغه برید مسوولیت د بلوڅ خپلواکۍ پوځ نومي تنظیم منلی و.