پاکستان کې سېلابونه؛ کراچۍ کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې په کور پاتې شي

کراچۍ

د عکس سرچینه، Twitter/@ThinkingKarachi

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د سختو ورښتونو له کبله خلکو ته سپارښتنه شوې چې له اړتیا پرته دې له خپلو کورونو نه وځي.

په دغه ښار کې د بي بي سي خبریالان وايي چې د پرله پسې بارانونو له کبله په ځينو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو خطر ډېر شوی دی. دوی همدا راز ویلي چې د دغه ښار د سړکونو تر څنګ لښتیو تر ډېره سرونه خلاص دي چې د خلکو او ګاډو د ورغورځېدو لامل کېدلی شي او بل لور ته د برېښنا له ستنو د کرنټ خطر هم په داسې حالاتو کې ډېرېږي.

د کراچۍ ښار کمشنر محمد اقبال مېمون ښاریانو ته په پیغام کې ویلي چې له اړتیا پرته دې له خپلو کورونو نه وځي.

ښاغلی مېمون پر ټوېټرپاڼه د بېړنیو مرستو د ځینو ادارو شمېرې خپرې کړې او ورسره یې لیکلي دي، "هیله ده چې تر اړتیا پرته له خپلو کورونو مه وځي. د برېښنا ستنو، برقي مزو او لښتیو نه لرې ګرځئ او د اړتیا پر مهال ۱۲۹۹ شمېرې ته زنګ ووهئ".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په دغه ښار کې شړکنده باران شوی او ځینې سیمې اوبو لاندې کړې دي چې چندریګر روډ، کلفټن، فیډرل بي ایریا، پي اېچ کې، جېل روډ او ‌شیرشاه سیمې پکې شاملې دي.

لا هم په دغه ښار کې ورښتونه درېدلي نه دي او په ځينو سیمو کې برېښنا پرې شوې او انټرنټ ته لاس رسی نه کېږي.

تر چارواکو پرته ځايي خلک او خپل خپلوان هم یوه بل ته پر موبایل همدا پېغامونه لېږي چې نه پخپله له کوره ووځي او نه هم خپل ماشومان بهر وتو ته پرېږدي.

د بي‌ بي سي خبریال رشید شکور ویلي چې ده ته هم ځینو انډېوالانو او خپلوانو ورته سپارښتنې لېږلې دي.‌

سمندر هم د باران اوبه نه ور اخلي

بارانونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د کیماړي سیمې یوه چارواکي مختار علي ابړو بي بي سي ته ویلي چې په بلوچستان او کراچۍ کې وروستیو سختو ورښتونو ماړي پور، بلدیه او باربر یا کیماړي سیمې ځپلې دي.

د ده په وینا، په دې شپو ورځو کې د کراچۍ د سمندر سطحه لوړه او د غټو څپو لرونکې وي چې له کبله یې له ښارونو وتونکې اوبه په اسانه سمندر ته نه ورلوېږي.

ښاغلي ابړو ویلي چې په کیماړي کې ځينو کورونو ته اوبه ورننوتلې دي چې خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

د ده په خبره، مرستندویه ډلې د وضعیت د کنټرول او سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه سیمې ته رسېدلې دي.

د یادولو ده چې وروستیو ورښتونو د پاکستان بېلا بېل ایالتونه ځپلي چې له مرګ ژوبلې سره مله وو.

تر ټولو ډېر یې بلوچستان ایالت ځپلی چې د شمېرو له مخې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۷۷ تنه پکې وژل شوي دي.

هلته کوټه، کلاسېف الله او ورڅېرمه سیمې ډېرې زیانمې شوې دي. ځینې کورونه نړېدلي او ډېری هغه اوبو وړي دي.