پاکستان کې یوه ښځه د ځانمرګي‌ برید د پلان په تور نیول شوې؛ خپلوان یې وايي بې ګناه ده

بلوچستان

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

د پاکستان بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد څانکې ایران سره پولې ته څېرمه د کیچ سیمې یوه نیولې ښځه "نور جهان بلوچ" د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړې.‌

محکمې ادعا کړې چې دې ښځې د ځانمرګي‌ برید هوډ‌ درلود.

د هغې وکیل له محکمې غوښتي چې په ضمانت یې خوشې کړي.

بلخوا د دغې ښځې د نیول کېدو خلاف احتجاج هم روان دی‌ او لاریونوالو هوشاپ کې د کوټې او ګوادر ترمنځ لویه لار پرون دویمه ورځ هم تړلې وه.‌

دوی پر اغلې بلوچ لګول شوی تور بې بنسټه بولي او غواړي چې سملاسي‌ دې خوشې شي.

د یادونې ده چې یوې ښځې "شاري بلوچ" تېره میاشت د کراچۍ پوهنتون کې پر د چیني ژبې پر ښوونکو ځانمرګی برید کړی و.

نورجهان بلوچ څنګه نیول شوې وه

بلوچستان

د عکس سرچینه، AFP

د مکران ترهګرۍ ضد څانګې د نورجهان خلاف دوسیه تربت کې وړاندې کړې.

دې دوسیه کې راغلي چې یوې استخباراتي ادارې ته اطلاعات په لاس ورغلي‌ و چې نورجهان له خپل یوه ملګري‌ سره د هوشاپ یوه کور کې ده، وسله او د ځانمرګي برید واسکټ هم ورسره دي او غواړي پر یوه مهم ځای برید وکړي.‌

دوسیه کې دا ادعا هم شوې چې د هغې دا ملګری د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌ اېل اې) له مجید لېوا سره تړاو لري.

د امنیتي‌ ادارو کسانو پر دغه کور چاپه اچولې او دا دوه کسان یې نیولي‌ دي.‌

رپوټ کې راغلي‌ چې کله د پولیسو ښځینه افسرانو دا مېرمن وپلټله نو مالومه شوه چې د ځانمرګي‌ برید واسکټ یې اغوستی خو د چاودولو موقع یې نه ده موندلې.

پولیس وايي تخنیکي کسانو دا واسکټ خنثی او دغه کور کې یې وسله او نور چاودېدونکي توکي هم نیولي.

نور جهان بلوچ څوک ده چې د نیول کېدو خلاف یې اعتراض کېږي؟

نور جہان ، احتجاج

نور جهان بلوچ د کیچ ضلعې اصلي اوسېدونکې ده.

هغه واده شوې او د هوشاپ سیمې د اوسېدونکي 'فضل بلوڅ' ښځه ده‌.

د هغې د خوشې کېدو د احتجاج یو ګډونوال مدني فعال ګلزاردوست بلوڅ ويلي‌،‌ نور جهان عادي د کور مېرمن ده او درې کوچیني ماشومان لري.

د دغه اعتراض یوه ګډونواله وايي نورجهان یې د نیول کېدو پر مهال لېدلې او امنیتي‌ کسانو داسې حال کې ځان سره بوتله چې د دې په وینا پښې یې لوڅي او پړونی یې په سر نه و.

دا وايي‌ "یوې ښځینه کارمنې نورجهان ته وویل - تا ویلي چې د شاري بلوچ په څېر به ځانمرګی برید وکړې.

احتجاج کې شاملې ښځې وايي‌ نورجهان بلوچ ډېرې زدکړې نه لري او ان د ځیرک تلېفون پر کارولو هم نه پوهېږي.‌

نور جہان ، احتجاج

د هوشاپ‌ اوسېدونکو د نورجهان بلوچ د نیول کېدو خلاف پر اعتراض لاس پورې کړی او د کوټې- ګوادر لار یې تړلې ده.‌

دوی پر هغې ټول لګول شوي تورونه ردوي او وايي سملاسي دې خوشې شي.‌

د دغو اعتراض کوونکو استازو چارواکو سره هم لیدلي خو غوښتنې یې لا نه دي منل شوې.‌

ش