له کراچۍ د یوه جبري بې درکه ځوان کیسه؛ ورور یې وايي د کار په لټه دوبۍ ته روان و

سعید عمر بلوچ

د عکس سرچینه، WALEED BALOCH

د عکس تشریح، سعید عمر بلوڅ
د خپرېدو وخت

ولید بلوڅ چې د پنجشنبې پر سهار له پشلمي وروسته ویده کېده،‌ نو خیال کې یې هم نه ګرځېدل چې دا ورځ به یې کورنۍ له داسې څه سره مخامخېږي.‌

هغه وايي‌ سهار شپږ بجې وې چې ورور مې له خوبه را پاڅولم او راته ویې ویل چې څه امنیتي کسان راغلي‌ او غواړي کور تالاشي کړي.‌

ولید بلوڅ د بلوچستان د تربت اصلي اوسېدونکی دی، خو اوس له خپلې کورنۍ سره د کراچۍ شاه لطیف سیمه کې استوګن دی.‌

دی ژورنالیست او د پاکستان دولتي تلویزیون (پي ټي وي) کې پروډیوسر دی.‌

د یادونې ده چې د بلوچستان د همدې تربت سیمې یوې اوسېدونکې تېره اوونۍ د کراچۍ پوهنتون کې د چیني ژبې د استادانو پر لېږدونکي موټر ځانمرګی برید وکړ.

د ولید بلوڅ د کورنۍ غړي‌ وايي‌ هغه او بل ورور یې (سعید) پولیسو او ملکي جامو کې ورغلو کسانو له ځان سره بوتلل.‌

ولید یې څه وخت وروسته بېرته خوشې کړ، خو د ورور یې تر اوسه ورک دی.

ولید بلوچ

د عکس سرچینه، WALEED BALOCH

د عکس تشریح، ولید بلوڅ

د شاه لطیف سیمې د پولیسو حوزې (تاڼې) مشر ممتاز مروت بي بي سي ته ویلي دوی هم له دې پېښې خبر دي.‌ خو هغه په دې اړه بې خبري‌ ښودلې چې دې چاپه یا تالاشۍ کې دې پولیسو برخه درلوده.‌

ښاغلي مروت دغه راز زیاته کړه چې په دې اړه هم څه نشي ویلی چې دغه چاپه دې د کراچۍ پوهنتون برید سره تړاو ولري.‌

ولید بلوڅ بي بي سي ته وویل "چې له کوټې ووتم ومې کتل بهر خلک ولاړ دي.‌ یوه یې راته وویل چې شناختي کارډ دې چېرته دی؟ بیا یې رانه د موبایل وپوښتل - هغه مې هم ورکړ."

د نوموړي په وینا دغه مهال کې ترې د کار، اصلي ځای، او ځینو کسانو په اړه هم پوښتنې وشوې او بیا دی او ورور یې سعید جلا جلا موټرونو کې کښېنول شول.

ولید بلوڅ وايي‌ ځینو ورغلو امنیتي‌ کسانو مخونه پوښل‍ي وو -‌ یوازې یې سترګې او شونډې ښکارېدې.‌

هغه زیاتو‌ي چې موټر لار کې یوه بله کوڅه کې هم ودرېد او ده هلته هم په لغتو د دروازو وهل کېدو او ورپسې د ښځو د واویلا غږونه واورېدل.‌

ولید بلوڅ بي بي سي ته ویلي‌ چې لږ مزل وروسته موټر بیا ودرېد او له ده یې وپوښتل چې ایا د تلویزون کارمن ته یې - " تر هغې وروسته یې تلیفون او موبایل بېرته راکړ.‌ ترې ومې پوښتل چې ورور مې چېرته دی،‌ نو راته کړل یې چې ته خلاص یې او کور ته ځه.‌"

پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه وايي‌ دغو کسانو کورته د تګ د ټکسي کرایې لپاره سل کلدارې هم ورکړې.‌

د ولید بلوڅ په وینا نیول شوي ورور یې (سعید) روسیې کې زدکړې کړې او د تېر کال سپتمبر کې بېرته پاکستان ته ګرځېدلی.‌

هغه وايي سعید تر اختر وروسته د کار په لټه دوبۍ ته روان و او ګواکې د ټکټ‌اخیستو لپاره یې چا سره خبرې هم کړې وې.‌

ولید بلوڅ وايي‌ورور یې سیاسي فعالیت او د کوم ګوند غړیتوب نه لري او تازه تازه یې نوی شناختي کارډ او پاسپورت جوړ کړي ‌وو.‌

له کراچۍ د بلوڅ ځوانانو د جبري ورکېدو لړۍ له کلونو روانه ده، چې ډېر پکې محصلان دي.

د دغو پېښو خلاف د سند ایالت عالي محکمې ته عاریضې هم شوي،‌ خو امنیتي ادارو د دغو پېښو په اړه بې خبرې ښودلې.‌