تورخم کې افغان ماشومان تر روان موټر لاندې شوي، ''دوه وژل شوي یو ټپي دی''

پاکستاني چارواکي وايي، دوه افغان ماشومان د ډېورنډ کرښې اوږدو کې د تور خم پر دروازه تر لارۍ لاندې شوي او مړه شوي دي.
د لنډ کوتل پولیسو یوه ځايي مشر شاه خالد بي بي سي ته وویل، درې افغان ماشومان تر روان ګاډي لاندې پاکستان ته د مڼو کڅوړې لېږدولې، چې تر ګاډي لاندې شوي دي.
نوموړی وايي، دې پېښه کې دوه افغان ماشومان وژل شوي او درېیم هغه ټپي دی.
ځايی چارواکي وايي، وژل شوي ماشومان عظیم الله او نور محمد نومېږي، چې یو لس کلن، بل ۱۲ کلن او دواړه د ننګرهار اوسېدونکي دي.
دغه راز ټپي ماشوم د عماد الدین په نامه یاد شوی، چې د مسوولینو په وینا په تورخم روغتون کې یې درملنه کېږي.
د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ نژدې ۶۵ سلنه رسمي سوداګري د همدې تورخم له لارې کېږي، خو په دې سیمه کې بیوزله ماشومان هم د مزدورۍ به توګه کوچنیو غوټو کې په غیر قانوني توګه بېلا بېل توکي د دروازې یوه بل لور ته لېږدوي.
ځايی خبریال هجرت اپریدی وايي، د دروازې دواړو لوریو ته د ماشومانو مزدورۍ مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه تر سترګو کېږي، چې له کبله دغه ډول ناوړه پېښې رامنځته کېږي.
نوموړی د ځايي ټرانسپورټ مسوولینو له قوله وايي، دوی له چارواکو غوښتنه کوي، چې له ډېورنډ کرښې د تېرېدونکو بارچالاني ګاډو چلوونکو سره سره کلینرانو ته هم باید اجازه ورکړل شي، چې د ګاډو تر څنګ د ماشومانو تګ راتګ مخه ونیسي، خو تر اوسه یې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.




















