کوټه کې چاودنې څلور کسان وژلي، ۱۵ ټپیان دي

د خپرېدو وخت

په کوټه کې ځايي چارواکي وايي، له لېرې د کنټرول شوې چاودنې پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

چاودنه داسې مهال شوې، چې د پنجشنبې پر ماښام د کوټې ساینس کالج کې له د جمعیت علمای اسلام 'نظریاتي ' ګوند پلویان د شهدا اسلام په نامه له یوې غونډې وروسته له کالجه بهر وتل.

د یاد ګوند یو مشر مولانا عبدالقادر لوڼی ادعا کوي چې برید د دوی د ګوند پر پلویانو شوی دی.

بل لور د کوټې پولیسو مشر سید فدا حسین خبریالانو ته وویل، چاودېدونکي توکي د کالج ودانۍ ته څېرمه د برېښنا په یوه ستنه پورې تړل شوي وو.

نوموړی وايي، د کالج له دروازې د غونډې ګډونوالو له وتلو سره سم چاودنه وشوه.

ښاغلی حسین وايي، د چاودنې پایله کې د یو شمېر ټپي شویو کسانو روغتیايي وضعیت اندېښمنونکی دی.

د پولیسو مشر په وینا چاودنه کې له یوې نمې تر دوو کیلو پورې باروت کاروول شوي دي.

بل لور د جمعیت علمای اسلام 'نظریاتي ' ګوند رسنیزې څانګې مشر سید عبدالستار چشتي بي بي سي ته د ټیلیفون له لارې وویل، د چاودنې پایله کې وژل شوي او ټپیان شوي کسان د دوی د ګوند غړي دي.

د بلوچستان کورنیو چارو او قبایلي چارو سلاکار میر ضیاالله لانګو دا برید غندلی او په وینا یې ''د سولې دښمنان به خپل هدف ته و نه رسېږي. ''

د یادونې ده، چې ساینس کالج د کوټې ښار یوه تاریخي او مشهوره تعلیمي اداره ده، چې د ښار په منځ کې موقعیت لري.

د یاد کالج په څنګ کې سوداګریزې ودانۍ او سنډېمن روغتون دی، چې د کوټې دویم تر ټولو لوی روغتون بلل کېږي.