تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبر پښتونخوا کې د ښاروالیو ټاکنې؛ واکمن تحریک انصاف ګوند ولې له ستونزو سره مخامخ شوی؟
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د خیبر پښتونخوا ایالت ښاروالیو یا ځايي حکومتولۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له رسمي اعلانه مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې ښيي د واکمن تحریک انصاف ګوند ترلاسه کړو رایو شمېر لږ شوی دی.
د خیبر پښتونخوا ۱۷ ښارونو ټاکنو کې یو شمېر سیمو کې د تحریک انصاف کاندیدانو لږ رایې ترلاسه کړې او د صوبې مرکزي ښار پېښور د ښاروالۍ ټاکنو پایله درول شوې ده.
تر اوسه برالا شوې پایلې ښيي چې ډېری سیمو کې تحریک انصاف او مولانا فضل الرحمان جمعیت علمای اسلام کاندیدان مخکښ دي، خو په ځینو مهمو سیمو کې د تحریک انصاف کاندیدان ناکام شوي دي.
د وروستیو شمېرو له مخې د پېښور ۲۴ تحصلینو کې د ۱۲ بریالي کاندیدان د جمعیت علمای اسلام (جې یو ای) غړي دي.
دې کې د تحریک انصاف پنځه، د عوامي نېشنل ګوند درې، پاکستان مسلم لیګ (نواز) ګوند یو کاندید بریالي شوی او یوه څوکۍ ازاد کاندید ګټلې ده.
د رایو غیر رسمي شمېرې ښيي چې کوهاټ او بنو سیمو کې د جمعیت علمای اسلام کاندیدان مخکښ دي، په مردان کې د عوامي نېشنل ګوند ترلاسه کړې رایې ډېرې دي او په نوښار سیمه کې د تحریک انصاف پاکستان کاندیدان تر نورو مخکې دي.
د پېښور ښاروال څوکۍ لپاره بیا د جمعیت کاندید تر نورو مخکې ښکاري د تحریک انصاف کاندید دویم او د عوامي نېشنل ګوند کاندید درېیم ځای کې ښکاري.
د ټاکنو کمېسیون ویاند سهیل احمد وايي، د پېښور یوې سیمې ښاروالۍ ټاکنو کې اړودوړ رامنځته شوی، چې له کبله یې د رایې ورکولو لړۍ ودرېده.
نوموړی وايي، هلته به د رایې ورکولو لړۍ له سره پیلېږي او له هغه وروسته به پایلې اعلانېږي.
ښاغلی احمد وايي، د بنو یوې سیمې بکاخېل یوه مرکز کې هم د ورته ګډوډیو له کبله د رایو ورکولو لړۍ درول شوې او په دېره اسماعیل خان کې د ښاروالۍ لپاره کاندید عمر خطاب شېرانی له رایې اچوونې یوه ورځ مخکې وژل شوی، چې له کبله یې د ښاروالۍ ټاکنې ځنډول شوې دي.
د تحریک انصاف صوبايي وزیر شوکت یوسفزي د ټاکنو پایلو لړ کې د خپل ګوند د ستونزو پړه پر ګرانۍ واچواله. نوموړی وايي: ''بریا او ماتې پکې راځي، خو زه فکر کوم د بیو لوړوالي له کبله موږ ته ستونزې جوړې شوې، پر دې حکومت د فساد هیڅ تور نه دی لګېدلی، یوازې د ګرانۍ له کبله خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، موږ هڅه کوو، دوه، دریو میاشتو کې ګراني ختمه کړو. ''
بل لور داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ښيي د ګوند خپلمنځي اختلافونه او د کاندید کېدو پر سر ناندرۍ هم د ټاکنو پر پایلو اغېز کړی.
د بېلګې په توګه د کوهاټ سیمې یادونه کېږي چې دویم ځای یوه ازاد کاندید ترلاسه کړی، چې د تحریک انصاف اړوند دی او درېیم ځای کې بیا هغه کاندید دی چې رسماً د همدې ګوند له لوري په ټاکنو کې د برخې اخیستو اجازه ورکړل شوې وه.
ځايي سرچینو بي بي سي ته وویل، ځايي ګوندي فعالانو د کاندیدانو په هکله د ګوند مشرتابه پرېکړه رد کړې ده.