تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تحریک انصاف ګوند عمران خان لومړي وزارت ته ونوماوه
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تېرې میاشتې په ټاکنو کې تر بریا وروسته خپل مشر عمران خان رسماً د دې هېواد د لومړي وزیر څوکۍ ته نومولی دی.
پارلمان ته د یاد ګوند بریالیو وکیلانو د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې په دې تړاو غونډه وکړه، او په یوه خوله یې ومنله چې عمران خان به د پاکستان راتلونکی لومړی وزیر وي.
د ګوند په غونډه کې شاه محمود قریشي د لومړي وزارت لپاره د عمران خان د نوم وړاندیز وکړ.
په غونډه کې ناستو ټول بریالي وکیلان پر خپلو ځایونو ودرېدل او دا وړاندیز یې ومانه.
په غونډه کې پخپله عمران خان هم د ګوند له غړو سره د راتلونکې تګلارې، ننګونو او له دوی نه د خلکو د هیلو او تمو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل:
"ولس تاسې ته د دودیز سیاست لپاره نه، بلکې د بدلون لپاره رایه درکړې. موږ به دا ثابته وو چې د کار بڼه به مو بدله وي".
ښاغلي خان همدا رنګه زیاته کړه چې د دوی پر وړاندې جوړ شوی اپوزیسیون خورا کمزوری دی، ځکه پکې راټولې ډلې کومه ګډه نظریه نه لري.
په پاکستان کې د حکومت جوړولو لپاره یو ګوند په پارلمان کې لږ تر لږه ۱۷۲ څوکیو ته اړتیا لري.
په دې تړاو د تحریک انصاف ګوند یوه مشر فواد چوهدري خبریالانو ته وویل چې دوی دا مهال ۱۴۴ څوکۍ لري.
د هغه په وینا، نور ګوندونه هم ورسره ایتلاف ته چمتو دي، او د ازادو وکیلانو په ګډون به یې پارلمان کې د څوکیو شمېر ۱۸۰ ته ورسېږي او وبه کولی شي چې حکومت جوړ کړي.
یاده دې وي چې د متحده قومي موومنټ پاکستان، ګرانډ دېموکراټېک الائنس، بلوچستان عوامي ګوند او مسلم لیګ ق ګوندونو وار د مخه په دې ایتلاف کې د شاملېدو اعلان کړی.