بلوچستان کې هغه سړی نیول شوی، چې پر خپلو ماشومانو یې سخت تشدد کړی

د خپرېدو وخت

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې پولیس وايي، هغه سړی یې نیولی چې پر خپلو ماشومانو یې سخت تشدد کړی.

پولیسو پر خواله رسنیو د ماشومانو وهل، ټکول کېدو دغې پېښې د ویډیويي کلیپ له خپرېدو وروسته دغه سړی نیولی او ماشومان یې د دوی مور ته سپارلي.

په ویډیو کې دوه ماشومان او یوه ماشومه ښکاري چې یو سړی یې وهي، ډبوي او کنځل ورته کوي.

د کوټې زرغون اباد سیمې پولیسو مرکز مشر عجب خان کاکړ وايي، پېښه همدې سیمه کې شوې.

ښاغلی کاکړ وايي، په ویډیو کې لیدل شوي ماشومان خور او وروڼه دي.

په ویډیو کې لیدل کېږي، چې د ماشومې پښې د چت په پکي پورې تړل شوې، ځوړنده ده او ماشومان د خونې پر غولي ناست دي.

ماشومان چیغي وهي، تشدد کوونکی سړی د کنځلو تر څنګ ورته وايي، چې غلي شئ او ماشومه له ډاره وايي، بابا زه غلې کېږم، زه غلې کېږم.

ځايی پولیس مشر عجب خان کاکړ وايي، پر خواله رسنۍ د دې ویډیو له خپرېدو وروسته یې له ښځینه پولیس سره یو ځای د کور لټون پیل کړ او بالاخره د زرغون اباد سیمې یوه کور له دروازې ټکولو وروسته یو سړی راووت، چې خپل نوم یې محمد ابراهیم شېخ یاداوه.

نوموړی پولیس افسر وايي، د کور تالاشي کې یې هغه ماشومان په یوه خونه کې ایسار ولیدل، چې ویډیو کې لیدل شوي وو.

نوموړی وايي، د ماشومانو د پلار موبایل ټیلیفون کې یې هغه ویډیو هم وموندله چې پر ماشومانو شوی تشدد پکې لیدل کېږي او له هغه وروسته یې سړی د محکمې په اجازه توقیف ته واستاوه.

پولیس افسرعجب خان کاکړ وايي، دې سړي دوې مېرمنې درلودې، چې لومړنۍ ښځه یې ترې پلارګنۍ ته مروره تللې.

نوموړی وايي، ماشومان د همدې لومړنۍ مېرمنې دي او دوی له پلار سره پاتې وو.

پولیس وايي، د ماشومانو پلار غوښتل مروره مېرمن یې بېرته کور ته راشي او د هغې ډارولو لپاره یې ماشومان وهل، ډبول.