پاکستاني طالبانو سره مذاکرات؛ عمران خان د سترې محکمې پر وړاندې حاضر شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پېښور پر 'ارمي پبلک سکول' د برید د پلټونو په قضیه کې د چارشنبې پر ورځ د پاکستان د سترې محکمې پر وړاندې حاضر شو او د قاضیانو له سختو نیوکو سره مخ شو.
مشر قاضي ګلزاد احمد خپلو خبرو کې له لومړي وزیر عمران خان پوښتنه وکړه چې ولې یې حکومت له هغو کسانو سره مذاکرات کوي چې یو نیم سل بېګناه ماشومان یې وژلي او مسئولیت یې منلی.
عمران خان یې په ځواب کې وویل، دې موضوع ته باید د افغانستان د حالاتو په تناظر کې وکتل شي، او باید د هغو اتیا زره کسانو پوښتنه هم وشي چې د پاکستاني پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ څو کلنې جګړې کې وژل شوي دي.
لومړي وزیر غوښتل استدلال وکړي چې د دې جګړې او د وژنو ختمولو لپاره یې له پاکستاني طالبانو سره مذاکراتو ته غاړه ایښې ده.
خو د محکمې قاضیانو پر نوموړي تور ولګاوه چې پاکستاني طالبانو سره مذاکرات د تسلیمۍ پر سند د لاسلیک معنا لري.
محکمې همدا راز عمران خان ته څلور اوونۍ وخت ورکړ چې د 'ارمي پبلک سکول' قضیه کې د پلټونکي کمېسیون پر رپوټ او سپارښتنو عمل وکړي او دې برید کې ښکېلو کسانو سره دې حساب کتاب وشي.
لومړي وزیر یې په ځواب کې وویل، حکومت یې له هېچا سره نرمي نه کوي او محکمه چې د هر چا پر ضد امر وکړي، حکومت به پرې اقدام کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یاده دې وي چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر پر ۱۶ نېټه یو شمېر وسلوالو د پېښور پر 'ارمي پبلک سکول' خونړی برید وکړ او د ۱۴۴ ماشومانو په ګډون یې تر یو نیم سل ډېر کسان ووژل.
پاکستاني طالبانو وروسته د دې برید مسئولیت ومنلو او و یې ویل، په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په غچ کې یې دا برید کړی و.
وروسته یو پلټونکي کمېسیون خپلو موندنو کې وویل، دې برید د پاکستان د امنیتي ادارو ناغېړي او لویه ناکامي په ډاګه کړه.
یاد کمېسیون د هغه مهال حکومت ته سپارښتنه وکړه چې په برید کې د ښکېلو ډلو او کسانو پر ضد دې ګام واخلي.
خو لومړي وزیر عمران خان چارشنبه سترې محکمې ته وویل، هغه مهال د ده ګوند یوازې په خیبر پښتونخوا ایالت کې واکمن و او له خپل واک او اختیار سره سم یې د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره مالي مرسته کړې وه.
خو د سترې محکمې قاضیان د لومړي وزیر په دې خبر غوسه شول او و یې ویل، د مالي مرستې خبره کول د قربانیانو د کورنیو پر زخمونو مالګه دوړول دي.
یاده وې دي چې د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې له پاکستاني طالبانو سره یې د سولې مذاکرات پیل شوي او پر یو میاشتني اوربند هم هوکړه شوې ده.
خو پاکستان کې اپوزیسیون سیاستوال، د بشري حقونو فعالان او عام وګړي پر حکومت تور لګوي چې د بېنګاه خلکو له 'قاتلینو' سره مذاکرات کوي او یوې سخت دریځې وسلوالې ډلې ته تسلیمېږي.




















